اسلام آباد 28 نومبر(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د اروپائي ائتلاف كمېشن مانيټرنګ مشن د جمعې په ورځ د تجارت وزارت كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان او اروپائي ائتلاف د قوي تجارتي همكارۍ غزم پخلے وشو۔ د مشن مشري سرجیو بلیبریا كوله او د هغه سره د اروپائي ائتلاف سفير ريمونډس كاروبلس هم و۔ په دې موقع د تجارت وفاقي وزير جام …
وفاقي وزير جام كمال خان سره د اروپائي ائتلاف مانيټرنګ مشن ملاقات٬ قوي تجارتي همكارۍ لپاره د عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد 28 نومبر(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د اروپائي ائتلاف كمېشن مانيټرنګ مشن د جمعې په ورځ د تجارت وزارت كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان او اروپائي ائتلاف د قوي تجارتي همكارۍ غزم پخلے وشو۔ د مشن مشري سرجیو بلیبریا كوله او د هغه سره د اروپائي ائتلاف سفير ريمونډس كاروبلس هم و۔ په دې موقع د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان ووئيل اروپائي ائتلاف د پاكستان تر ټولو لويې برآمدي ماركيټ دے٬ جي ايس پي پلس تجارت٬روزګار٬ميرمنې خپلواكه جوړول او تل پاتې پرمختګ قوي كړے دے۔ ده ووئيل چې پاكستان په 27م نړيوال كنونشنز د عملدرآمد عزم لري٬ پنځمه دوه كلنه جائزه كښې د پاكستان پېشرفت تسليم كېدو هيله لرؤ۔ د تجارت وزير مشن ته د نوې جي اي پي پلس فريم ورك كښې د ضرورت نه زيات شرائط نه لګولو خواست هم وكړو۔ د اروپائي ائتلاف لخوا په ایتھنول جي ايس پي مراعات بيرته اخستلو د تجارت وزير د تشويش څرګندونه وكړه۔ جام كمال ووئيل چې پريكړې سره د كروندګرو روزګار ځپلے شوے دے۔ جام كمال مشن ته سندهي اجرك٬ګلابي مالګه او آم ته هم د جي آئي تحفظ وركولو سفارش وكړو۔په ملاقات كښې پاكستان او اروپائي ائتلاف د مستحكم جي ايس پي پلس شراكتدارۍ په جاري ساتلو اتفاق وكړو۔











