اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په فيډرل هيډکوارټر د ځانمرګي بريد نه پس د فيډرل کانسټيبلري (اېف سي) افسرانو او ځوانانو سره د يووالي څرګندونې لپاره اېف سي هېډكوارټرز ته رسېدلے٬ داخله وزير د شهيدانو يادګار ته حاضر شو او په هغې يۍ د ګلونو څادر خپور كړو۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره فاتحه خواني هم وكړه۔ د دې نه …
د وفاقي وزير محسن نقوي د فيډرل کانسټيبلري افسرانو او ځوانانو سره د يووالي څرګندونه٬ په پېښور كښې د ايف سي هيډکوارټر دوره

مزید خبریں
اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په فيډرل هيډکوارټر د ځانمرګي بريد نه پس د فيډرل کانسټيبلري (اېف سي) افسرانو او ځوانانو سره د يووالي څرګندونې لپاره اېف سي هېډكوارټرز ته رسېدلے٬ داخله وزير د شهيدانو يادګار ته حاضر شو او په هغې يۍ د ګلونو څادر خپور كړو۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره فاتحه خواني هم وكړه۔ د دې نه وروسته وفاقي وزير د بريد د ځايې تفصيلي معائنه وكړه او د فيډرل کانسټيبلري افسرانو او ځوانانو سره ئې وليدل٬ په دې موقع وفاقي وزير د اهمې غونډې مشري هم وكړه۔ وفاقي وزير محسن نقوي ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې فتنه الخوارجو سره د تعلق لرونكو بريد په وخت د كاروايۍ له امله ناكام كړے شو٬ د اېف سي مېړنو ځوانانو په جرات سره مقابله كولو سره درې ځانمرګي بريد كوٶنكي په درې دقيقو كښې وژلي۔ په دې موقع داخله وزير د اېف سي د ځوانانو شجاعت او غېر معمولي جذبې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د شهيد شوې دري واړو ځوانانو قربانۍ ته سلام وړاندې كوم٬ شهيدانو خپل ځانونه قربانولو سره د ترهګرو ناپاك عزائم ناكامه كړي د دوي قربانۍ به عبث نه شي۔ ده ووئيل شهيدانو د جرات لازوال مثال جوړولو سره د دښمن بزدلانه بريد په شا وتنبولو۔ ده ووئيل اهلكارو چې كومې مړانې سره د هندي سپانسرډ ترهګرو مقابله كړې ھغه د ستائنه وړ ده۔ محسن نقوي باور وركړو چې د شهيدانو د كورنيو به خيال ساتلے شي او حكومت په هره كچه دوي سره ولاړ دے۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا آئي جي ذوالفقار حميد، کمانډنټ فيډرل کانسټيبلري نذير ګاړا او نور اعلیٰ سول او عسکري چارواكي هم موجود وو۔











