د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د اپوزيشن سينيټرز او ايم اين ايز ملاقات٬ د پارټۍ اختلافاتو باوجود پارليماني ورورولۍ او د مفاهمت جذبې ته د تقويت په وركولو زور

اسلام آباد 28 نومبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د اپوزېشن سېنېټرز او د قامي اسمبلۍ غړو ملاقات شوے چې پكښې د خپله منځه اختلافاتو باوجود پارليماني ورورولۍ او د مفاهمت جذبې ته د تقويت په وركولو زور راوړلے شوے۔ په ملاقات كښې د اپوزېشن نمائنده غړو كښې علامه راجه ناصر عباس، فېصل جاوېد، پخواني سپیکر اسد قېصر او د اسمبلی غړي بیرسټر ګوهر علی خان، …

اسلام آباد 28 نومبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د اپوزېشن سېنېټرز او د قامي اسمبلۍ غړو ملاقات شوے چې پكښې د خپله منځه اختلافاتو باوجود پارليماني ورورولۍ او د مفاهمت جذبې ته د تقويت په وركولو زور راوړلے شوے۔ په ملاقات كښې د اپوزېشن نمائنده غړو كښې علامه راجه ناصر عباس، فېصل جاوېد، پخواني سپیکر اسد قېصر او د اسمبلی غړي بیرسټر ګوهر علی خان، اقبال آفریدی، عاطف خان، ډاكټر امجد علی خان، سردار لطیف کھوسه او جمال احسن خان شامل و۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د اپوزېشن پلاوي ته خپل چيمبر كښې هركلے اووې۔د هغه وينا وه چې سياست د اوږدې مودې رشته ده د يو وخت خبره نه ده كوم چې بايد په ورورولۍ٬روادارۍ او باور اډانه ولري۔ ده ووئيل چې كال 2014 څخه تاسو وروڼو سره په رابطه كښې يوو٬ سياست ټول عمر نه وي٬ دا ختميږي٬ د اسمبلۍ د غړو ترمينځه داسې رشته پكار ده كومه چې ټول عمريه له قائمه وي۔ ما په هره موقع د مذاكرات خبره كړې٬ مذاكرات سره به ټولې مسئلې حل شي۔د اپوزېشن پلاوي لخوا بيرسټر ګوهر علي خان د پي ټي آئي باني سره د هغه د كورنۍ د كسانو د ملاقات كولو اجازه معامله پورته كړه۔ پلاوي د سپيكر د اپوزېشن او حكومت ترمينځه سهولت كارۍ هڅې وستائېلې او د هيله يۍ څرګند كړه چې داسې ملاقاتونه به سباؤن كښې هم كيږي دغسې چې پارليماني همكاري وده ومومي او پارليمنټ مضبوط شي۔

مزید خبریں