اسلام آباد 28 نومبر(اے پی پی)پاكستان د امريكې په پايه تخت واشنګټن ډي سي كښې د ډزو پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كړې چې پكښې يو افغان وګړے ككړ ښودلے شي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جمعې په ورځ جاري شوې بيان كښې د مړ شوې اهلكار كورنۍ سره د يو والي او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه شوې۔ بيان كښې ځپليو كورنيو …
پاكستان واشنګټن ډي سي كښې د ډزو پيښې غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 نومبر(اے پی پی)پاكستان د امريكې په پايه تخت واشنګټن ډي سي كښې د ډزو پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كړې چې پكښې يو افغان وګړے ككړ ښودلے شي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جمعې په ورځ جاري شوې بيان كښې د مړ شوې اهلكار كورنۍ سره د يو والي او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه شوې۔ بيان كښې ځپليو كورنيو سره سره د امريكې حكومت او اولس سره هم د يو والي څرګندونه شوې۔ د بيان له مخې دا ټارګټډ بريد يقينا ًد ترهه ګرۍ كاروائي او د امريكې په زمكه يو ناوړه بريد دے٬ تېرو دوه لسيزو څخه پاكستان دغسې د بې شمېره ترهه ګرۍ پیښو سره مخ پاتے شوے دے كومې په ښكاره توګه افغانستان سره تعلق لري۔ د خارجه دفتر وياند په خپل بيان كښې وئېلي چې دا پېښه نړيوالې ترهه ګرۍ څخه پېښ چېلنجونه په ګوته كوي او د داسې خطرو مخ نيوي لپاره نړيوالې مرسته زياتولو ته اړتيا ده۔ دا پیښه په نړيواله كچه د ترهه ګرۍ پريشانۍ وړ رجحان بيرته راتللو اشاره وركوي٬ ځكه نړيوالې ورورورلۍ له د دې صورتحال نوټس اخستل پكار دي او د ترهه ګرۍ مخ نيوي كښې اجتماعي هڅو ته به تقويت وركول وي۔ د بيان له مخې پاكستان د ترهه ګرۍ شريك چېلنج مخ نيوي لپاره امريكې او په پراخا كچه نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د كار كولو عزم لري۔











