د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د تركيې د تجارت وزير پروفيسر ډاكټر عمر بولات سره ملاقات

اسلام آباد 28 نومبر(اے پی پی) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د تركيې تجارت وزير پروفېسر ډاكټر عمر بولات سره استنبول كښې د پنځمې اي سي او وزارتي غونډې په موقع ملاقات كړې۔ د مواصلات وزارت څخه د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د پاكستان او تركيې اوږدې مودې ورورولۍ اړيكو او په زياته شوې مرسته د اطمينان څرګندونه وشوه او د پاكستان …

اسلام آباد 28 نومبر(اے پی پی) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د تركيې تجارت وزير پروفېسر ډاكټر عمر بولات سره استنبول كښې د پنځمې اي سي او وزارتي غونډې په موقع ملاقات كړې۔ د مواصلات وزارت څخه د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د پاكستان او تركيې اوږدې مودې ورورولۍ اړيكو او په زياته شوې مرسته د اطمينان څرګندونه وشوه او د پاكستان تركيې دوه اړخيزه تجارت راتلونكو كلونو كښې تر 5 ارب ډالر په زياتولو اتفاق وشو۔ ډلو د اقتصادي٬ تجارتي او سرمايه كارۍ اړيكې لا قوي كولو عزم پخلې كولو سره د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه او په ټولو څانګو كښې د مرستې په زياتولو هم اتفاق وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير عبدالعليم خان د اي سي او وزارتي غونډې كاميابۍ سره په كولو تركيې ته مباركي وركولو سره ووئيل چې د سيمه ايز تجارت او مرستې ودې لپاره د تركيې هڅې د ستائنې وړ دي۔ تركيه د پاكستانۍ غوښې او وريژو په برآمداتو غور كولے شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان معياري مصنوعات په مسابقتي بيعو ترلاسه دي او د برآمد كول به د تركيې لپاره ګټور وي۔

مزید خبریں