د چين د سي پيګ ټو لاندې صنعتي ٬ زرعي او كنيكټوټي منصوبو كښې د مرستې زياتولو اعلان٬ د 25.93 ارب ډالرو سرمايه كاري ٬ په 8 زره ميګاواټ بريښنا او لويو انفراسټرکچر منصوبو كښې كښې په زړه پورے پيشرفت

اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) چین د سی پېک فېز ټو لاندې د پاكستان په صنعتي پرمختګ ، زرعی جدید کارۍ او په لويه كچه کنېکټوټی اپ ګرېډز كولو له د مرستې روانې ساتلو عزم پخلے كړے دے۔ د دې عزم څرګندوزنه د اعلی كچې پالېسي ډائيلاګ په مهال وشوه په كوم كښې چې چين دا خبره په ډاګه كړه چي د سي پېك دويم پړاؤ د پاكستان په معاشي …

اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) چین د سی پېک فېز ټو لاندې د پاكستان په صنعتي پرمختګ ، زرعی جدید کارۍ او په لويه كچه کنېکټوټی اپ ګرېډز كولو له د مرستې روانې ساتلو عزم پخلے كړے دے۔ د دې عزم څرګندوزنه د اعلی كچې پالېسي ډائيلاګ په مهال وشوه په كوم كښې چې چين دا خبره په ډاګه كړه چي د سي پېك دويم پړاؤ د پاكستان په معاشي توګه په خپلو پښو اودرېدو٬ اېكسپورټ كښې زياتوالي او د روزګار نوې موقعې رامخې ته كولو له زيات اهميت لري۔ د چين لخوا په باكستان كښې نوې صنعتي ډھانچه جوړولو له په دوه مهمو منصوبو تندۍ سره كار روان دے۔ د هائیئر 400 ملین ډالر هوم اپلائنس انډسټریل پارک ،كلن 1 کروړ یونټ پېداواری صلاحیت، په پاکستان كښې عصري الېکټرانکس او د هوم اپلائنس مېنوفیکچرنګ نوے دور ، دنېغ په نېغه او غېر مباشر روزګار په زرګونو موقعې او د چېلنج ګروپ د 150 ملین ډالر ټېکسټائل انډسټریل پارک شامل دے۔ د كال تر 400 ملین ډالر برآمدات هدف دے۔ چين اعلان كړې دې چې د پاكستان نور زرعي مصنوعات به د كنټركېګت فارمنګ لاندې به خپل ماركيټ كښې شاملولې شي۔ د چينائي چارواكو له مخې ګودار په يو بشپړ فعاله سيمه ايز لاجسټك حب كښې بدلول د سي پېك 2.0 لومړۍ ترجيح ده۔ د رپورټ له مخې د سي پېك لاندې تر دې دمه د 25.93 ارب ډالر نېغ په نېغه چينائي سرمايه كاري شوې ٬ 8,000 مېګاواټ بجلي په قومي ګرډ كښې شاملې شوې٬ 510 کلومیټر موټروېز جوړې شوي او 886 کلومیټر ټرانسمېشن لائنز غزولې شوې دې۔ چینائي چارواكو ووئيل چې سي پېك د پاكستان د قومي ترجيحاتو له مخې كولې شي۔

مزید خبریں