پاكستان په تاجكستان د ترهګر بريد په نتيجه كښې د چينائي وګړو په مړينه چين او تاجكستان سره غمرازي او د يووالي څرګندونه كوي: د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد۔28نومبر(اے پی پی) پاکستان افغانستان سره خپلې پولې ته نزدې په تاجكستان كښې يوه ناوړه ترهګر بريد كښې د چينائي وګړو قيمتي ځانونو په زيان د عوامي جمهوريه چين حكومت او اولس سره سره د تاجكستان حكومت او اولس سره هم د خپلې ژورې غمرازۍ او بشپړ يووالي څرګندونه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي جې پاكستان په چينائي وګړو …

اسلام آباد۔28نومبر(اے پی پی) پاکستان افغانستان سره خپلې پولې ته نزدې په تاجكستان كښې يوه ناوړه ترهګر بريد كښې د چينائي وګړو قيمتي ځانونو په زيان د عوامي جمهوريه چين حكومت او اولس سره سره د تاجكستان حكومت او اولس سره هم د خپلې ژورې غمرازۍ او بشپړ يووالي څرګندونه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي جې پاكستان په چينائي وګړو ددې بزلانه بريد په سختو ټكو غندنه كوي۔ په دې پېښه كښې د مسلح ډرونز كارول افغانستان څخه د رامخې ته كېدونكې خطرې سنګيني او ددې په شا د ولاړو ناوړه ارادې په ډاګه كوي۔ د بيان له مخې د يو ګاونډي هېواد په توګه كوم چې څو څو وارې د افغانستان له خاورې څخه د ترھګرۍ بريدونو ښكار پاتے شوے دے٬ پاكستانې اولس د چينائي ملګرو او د تاجك همكارانو په غم دړد پوهېږي او هغوي سره په دې كښې يو برابر شريك دے۔ وياند ووئيل پاكستان تل په دې خبره زور راوړے دې چې افغان خاوره بايد د خپلو ګاونډي يا نورو هېوادونو په ضد ترهګرۍ لپاره ونه كارولې شي۔ د ترهګرو عناصرو لخوا د افغانستان خاورې بار بار استعمال او د افغان طالبان حكومت په سرپرستۍ كښې ددې پرله پسې موجودګي ټولې سيمې او نړيوالې ورورولۍ لپاره اندښمنه ده۔ د بيان له مخې د افغانستان خاورې څخه د ترھګرو ډلو ٬ د دوئي د ډاډګيرنې كوؤنكو ٬ سهولت كارو او مالي مرسته كوؤنكو په ضد كوټلې او د تصديق وړ كارروائي ددې خطرې د مخنيوي يوازينۍ لاره ده۔ پاكستان به خپل شريك ګاونډ كښې امن ٬استحكام او سلامتيا ته وده وركولو له چين ٬ تاجكستان او نورو سيمه ايزو همكارانو سره په ګډه كار كوي

مزید خبریں