اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) افغانستان څخه په ډرون بريد كښې په تاجکستان كښې د چين ملازمين وژلې شوي٬ د افغانستان په خاوره موجود د ترهګرو ډلو تخريبي کارروائۍ پرله پسې جاري دي٬ د افغان طالبان رجيم د ټولو ادعاګانو باوجود افغانستان څخه په ګاٶنډي هېوادونو د ترهګرۍ بريدونه جاري دي٬ د تاجك چارواكو له مخې په 26 نومبر كال 2025 د شپې افغانستان څخه وسله وال بريد …
افغانستان څخه ډرون بريد كښې په تاجکستان كښې د چين ملازمين ووژل شول

مزید خبریں
اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) افغانستان څخه په ډرون بريد كښې په تاجکستان كښې د چين ملازمين وژلې شوي٬ د افغانستان په خاوره موجود د ترهګرو ډلو تخريبي کارروائۍ پرله پسې جاري دي٬ د افغان طالبان رجيم د ټولو ادعاګانو باوجود افغانستان څخه په ګاٶنډي هېوادونو د ترهګرۍ بريدونه جاري دي٬ د تاجك چارواكو له مخې په 26 نومبر كال 2025 د شپې افغانستان څخه وسله وال بريد شوې٬ په بريد كښې د اېل اېل سي شوهين اېس اېم ملازمينو كېمپ په نښه كړې شوې٬ دا كېمپ په ختلون سيمه كښې د “يول” بارډر ډيټيچمنټ ٶړومبي بارډر ګارډ پوسټ “استقلال” په کنټرول كښې سيمه وه٬ بريد د ډرون د لارې شوې، چې پرې لاسي بم او اور لګوٶنكې وسله نصب وه۔ د تاجك چارواكو وېنا ده چې د بريد په نتيجه كښې د اېل اېل سي شوهين اېس اېم درې چيني ملازمان مړه شوې دي٬ تاجکستان حکومت د افغانستان څخه د پولې دې اړخ ته په كاروائۍ د سخت تشويش څرګندونه كړې ده٬ تاجك چارواكو د ترهګرۍ د دې بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره په سمدستي توګه د پولې سلامتيا لپاره د موثره اقداماتو مطالبه كړې ده











