اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې په خېبر پښتونخوا د دروغو سياست په ختمېدو دے٬ په هري پور كښې د مسلم ليګ (ن) د قائد نواز شريف وژن کامياب شوے۔ دا خبرې ده د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال كړې۔ انجينئر امير مقام ووئيل د ټولو نه وړاندې منتخب غړو له مباركي وركوم٬ په هري …
په خېبر پښتونخوا د دروغو سياست په ختمېدو دے٬ په هري پور كښې د مسلم ليګ (ن) د قائد نواز شريف وژن کامياب شوے۔ انجينئر امير مقام

مزید خبریں
اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې په خېبر پښتونخوا د دروغو سياست په ختمېدو دے٬ په هري پور كښې د مسلم ليګ (ن) د قائد نواز شريف وژن کامياب شوے۔ دا خبرې ده د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال كړې۔ انجينئر امير مقام ووئيل د ټولو نه وړاندې منتخب غړو له مباركي وركوم٬ په هري پور كښې د دې نه وړاندې هم بابر نواز دوه ځله ګوهر ايوب له ماتې وركړے دے، دا حلقه د مسلم ليګ (ن) مركز دے۔ امير مقام ووئيل اوس خلق د حقائقو له مخې ورځ ته ورځ او شپې ته شپه وائي۔ ده ووئيل چې زه خپل قائد نواز شريف پشمول ټولې پارټۍ له مباركي وركوم۔ ده ووئيل نواز شريف هري پور او هزاره له د موټروے ډالۍ وركړے ٬ دې سره ګاز او د بجلۍ پشمول ټول سهولتونه ئې وركړي۔ ده ووئيل چې په صوبه كښې د پي ټي آئي حكومت دے٬ ستاسو پوليس٬ انتظاميه او استاذان دي، ستاسو وزيراعليٰ هم ملازمانو له دړكې وركوي٬ د دې باوجود د بابر نواز بريا د حق او سچ ګټه ده۔











