قامي اسمبلۍ كښې د هندي دفاع وزير لخوا د سندھ په اړه د ريماركس په ضد د غندنې قرارداد منظور كړو

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د هندي دفاع وزير لخوا د سندھ په اړه د ريماركس په ضد د غندنې قرارداد منظور كړې۔ د زيارت په ورځ د قامي اسبملۍ په غونډه كښې اسد عالم نيازي په دې اړه په ايوان كښې قرارداد لپاره تحريك وړاندې كړو۔ په اجازه ترلاسه كېدو ده د قرارداد متن په ايوان كښې واورولو او ايوان ئې په اتفاق رائے …

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د هندي دفاع وزير لخوا د سندھ په اړه د ريماركس په ضد د غندنې قرارداد منظور كړې۔ د زيارت په ورځ د قامي اسبملۍ په غونډه كښې اسد عالم نيازي په دې اړه په ايوان كښې قرارداد لپاره تحريك وړاندې كړو۔ په اجازه ترلاسه كېدو ده د قرارداد متن په ايوان كښې واورولو او ايوان ئې په اتفاق رائے سره منظوري وركړه۔ د قرارداد په متن كښې ليك دي چې ايوان د اوسني بيانونو سخته غنده كوي چې پكښې دا دعويٰ شوې ده چې سندھ يو ورځ هند ته ستنېدې شي او دا چې د سندھ وادۍ تهذيب عمر له د هند برخه پاتې ده٬ په قراردار كښې وئيلي شوي دې چې دا بيانونه په تاريخي توګه ناسم٬ په سياسي توګه غېر ذمه وارانه او د پاك هند په منطقه كښې د تسليم شوې جغرافيائي او سياسي حقيقتونو منافي دي۔ ايوان د دې خبرې پخلې كوي چې سندھ د پاكستان د خپلواكه رياست لازمي او حقيقي برخه ده او ده زور راوړو چې ګمراه كن، جانبدارانه او عدم استحكام پېدا كوونكې بيانونو څخه دې ډډه وكړئ شي

مزید خبریں