اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې پاکستان متحده عرب امارات (يو اے اي) سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري ٬ كومې چې په شريك باور، مشترکه مذهبي او كلتوري اقدارا او سياسي، معاشي، سماجي او او په پارلماني مرسته د لسيزو اډانه مضبوط بنيادونه استوارې دي۔ دا خبرې ده په اسلام آباد كښې د متحده …
پاکستان يو اے اي سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې پاکستان متحده عرب امارات (يو اے اي) سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري ٬ كومې چې په شريك باور، مشترکه مذهبي او كلتوري اقدارا او سياسي، معاشي، سماجي او او په پارلماني مرسته د لسيزو اډانه مضبوط بنيادونه استوارې دي۔ دا خبرې ده په اسلام آباد كښې د متحده عرب امارات سفيرسالم محمد سالم البواب الزعابي سره په ملاقات كښې كړې٬ په دې موقع د شريكې خوښې په چارو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د وورولۍ اريكې لا مستحكم كولو لپاره د عزم پخلې هم وشو۔ په دې موقع سيد يوسف رضا ګيلاني د متحده عرب امارات قيادت او اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندون هم وكړه۔ ده په اسلام آباد كښې په بين الارليماني اسپيکرز کنفرنس كښې د متحده عرب امارات د خاص ګډون او فعاله كردار ستائنه كولو سره د امارات د بشپړ ګډون د كنفرنس مباحثه لا موثره كړې او سيمه ايزې ودې لپاره پوخ عزم رامخې ته كړې۔ ده ووئيل چې پاکستان د ِ امارات صدر او د ابوظهبي حکمرانِ شېخ محمد بن زايد النهيان د پاكستان راتلونكې دورې ته سترګې په لار دے۔











