اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي چې د قرآن حکيم د لارې مونږ ټولي نړۍ له د امن او سلامتيا او ورورولۍ پيغام وركولې شو، د قرآن حکيم پيغام ټولي نړۍ ته ورسول زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ کنوينشن سينټر كښې د پاکستان د حسن قرآت وړومبۍ نړيوالي مقابلې څلورو …
د قرآن حکيم پيغام ټولي نړۍ ته ورسول زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده ۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف

مزید خبریں
اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي چې د قرآن حکيم د لارې مونږ ټولي نړۍ له د امن او سلامتيا او ورورولۍ پيغام وركولې شو، د قرآن حکيم پيغام ټولي نړۍ ته ورسول زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ کنوينشن سينټر كښې د پاکستان د حسن قرآت وړومبۍ نړيوالي مقابلې څلورو ورځو راهسې راروانو مقابلو په اختتام وكړه۔ده ووئيل د حسن قرآت نړيوالې مقابلې په بشپړولو د لوے څښتن مننه كوو۔لوے څښتن مونږ له دا موقع راكړي چې 24 نومبر څخه پېل كيدو سره په 27 نومبر دا مقابله پائې ته ورسيده۔ده ووئيل د نړۍ 37 هېوادونو څخه قرا حضرات راغلي چا چې قران حکيم په ښه ډول قرآت سره تلاوت کړې۔قران حکيم كښې ارشاد دے چې د قران تلاوت په آرام آرام سره وكړئ۔ده ووئيل پاکستان ته د حسن قرآت نړيوالې مقابلې اعزاز ترلاسه شوے۔انشاءالله دا سلسله به روانه وي۔ده ووئيل د قران کريم عظمت او اهميت مونږ نه شو بيانولې۔قران حکيم د هدايت سرچشمه او زمونږ د نجات ذريعه ده كوم چې مونږ دنيا او اخرت کښې کاميابيو سره مخ كولې شي۔











