منامه 27 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او بحرين قوي اړيكې په معاشي مرسته د بدلولو د عزم څرګندونه كړې او د بحرين سرمايه كارو له يې پاكستان كښې په بيلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره وئېلي دي پاكستان د معاشي اصلاحات او نجي څانګې په قيادت كښې د پرمختګ دور ته داخليږي٬زراعت٬آئي ټي٬معدنيات او په نورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ نوې …
پاكستان د معاشي اصلاحات او نجي څانګې په قيادت كښې د پرمختګ دور ته داخليږي ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان او بحرين قوي اړيكې په معاشي مرسته د بدلولو عزم

مزید خبریں
منامه 27 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او بحرين قوي اړيكې په معاشي مرسته د بدلولو د عزم څرګندونه كړې او د بحرين سرمايه كارو له يې پاكستان كښې په بيلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره وئېلي دي پاكستان د معاشي اصلاحات او نجي څانګې په قيادت كښې د پرمختګ دور ته داخليږي٬زراعت٬آئي ټي٬معدنيات او په نورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ نوې دروازې پرانستې دي۔د بحرين سرمايه كار دې پاكستان ته راشي او زمونږ سره دې شراكتداري وكړي٬مونږ به د سرمايه كارۍ٬ شريكو منصوبو او كاروباري مرستې لپاره هر ممكن آسانۍ وركوو۔پاكستان افرادي قوت٬وسائل٬ښه منډۍ٬ستراتېژيكي محل وقوع او د ځوانانو طاقت لري٬د پاكستان او خليج كونسل ترمينځه آزاده تجارتي لوظ نامه په حتمي پړاؤ كښې ده٬دا لوظ نامه به تجارتي اړيكې نوې بام ته ورسوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د كاروباري ورورولۍ دستورې ته په وينا كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل په تود هركلي كولو د بحرين حكومت او اولس مننه كوم ٬ مونږ د بحرين وروڼو او په خاص توګه د بحرين باچا او ولي عهد و وزيراعظم مېلمستوب څخه مستفيد شوي يو٬څه ډول چې زمونږ هركلے شوے هغه به عمر له ياد لرم٬بحرين ته د راتللو سره داسې محسوسوم لكه چې خپل كور ته راغلے يم۔وزيراعظم ووئيل بحرين او پاكستان وروڼه هيوادونه دي او د لسيزو راهيسې قوي اړيكې لرو٬دا اړيكې په كلتور٬مذهب او شريك احترام او باور اډانه دي۔وزيراعظم ووئيل دواړه هېوادونه يو بل سره د څو لسيزو راهيسې تزويراتي مرسته لري خو نن مونږ دغه اړيكو لا قوي كولو له راغلې يو۔وزيراعظم ووئيل شاه حمد بن عيسی الخليفه او ولي عهد و وزيراعظم ته وئيلي شوي چې پاكستان د بحرين سره زراعت٬آئي ټي٬اے آئي٬فن ټيك او د نورو څانګو پشمول اقتصادي مرستې ته ودې وركولو له چمتو دے۔وزيراعظم ووئيل زما د دورې مقصد اقتصادي څانګو كښې نوې پېشرفت راوستل دي٬د بحرين باچا او ولي عهد و وزيراعظم د پاكستان سره په غېر متزلزل تړون د هغوي مننه كوم٬وزيراعظم ووئيل زمونږ د ملاقاتونو ماحول په يوه كورنۍ كښې د ناستې غوندې ؤ او دا ملاقاتونو مقصد لرونكې او د نتيجې وړ وو۔په دغه بنياد دا وئېلې شم چې زه دلته مېلمه نه يم بلكې د خپلې كورنۍ كسانو او د بحرين وروڼو او خوئېندو سره ملاقات له راغلے يم۔وزيراعظم ووئيل په پاكستان كښې د آبادۍ اكثريت په ځوانانو مشتمل دے٬ځوانان زمونږ طاقت دے٬د ځوانان آبادي كه يو چېلنج دے نو ٬ ويې نعمت او يوه موقع هم ده٬مونږ خپل ځوانان خپلواكه كولو سره دا چېلنج په لويو موقعو بدلولو له لوظي يو۔وزيراعظم ووئيل هم دا وخت دے چې د دې موقعو څخه ګټه پورته كړی شي ځكه چې وخت د چا انتظار نه كوي۔ده ووئيل په دې خوشحاله شوے يم چې په بحرين كښې زمونږ متحركه كميونټي يو لك څخه په زياتو كسانو مشتمل ده ٬دا كميونټي زمونږ لپاره د وياړ وړ ده ٬ ده ووئېل چې كوم هم هېواد ته چې زه تلے يم هلته ما د پاكستان كميونټي سره خبرې كړي او د هغوي خبرې مو اورېدلې دي چې پكښې د پاكستان سره مينه چرې هم نه ده كمه شوې۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان شناخت د كومې جغرافي پابند نه دے چرته چې هم وي د پاكستانيانو په زړونو كښې مينه موجود وي۔زه پاكستانيانو ته د بحرين او پاكستان دواړو لپاره په خذمات سلام كوم۔دا د پاكستان عظيم سفيران دي او د پاكستان په قومي او معاشي پرمختګ كښې په برخه اچولو فخر كوو۔وزيراعظم ووئيل په بحرين كښې مېشته پاكستانيان په زړه پورې محنت كولو سره ترسيلات زر هېواد ته رالېږي٬د بحرين د باچا د پاكستانيانو لپاره په مرسته كولو د هغه مننه كوم۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان وګړو ته هم خواست كوم چې نه يوازې د پاكستان بلكې د بحرين هم عظيم سفيران جوړ شي ځكه چې پاكستان او بحرين وروڼه هېوادونه دي٬زه باور لرم چې تاسو به په خپلو خذماتو د بحرين وګړي په خپل ځان په وياړ لرلو مجبور كړۍ۔وزيراعظم ووئيل د شاه حمد بن عيسی الخليفه بصيرت او زېرك قيادت او د بحرين ولي عهد و وزيراعظم په عظيم قيادت او لارښونه كښې بحرين معاشي پرمختګ كړے۔پاكستان د بحرين د پرمختګ ماډل څخه زيات متاثره دے۔ده ووئيل پاكستان د ډهانچه جاتي اصلاحات عمل څخه تيرېږي كوم چې معاشي اصلاحات٬ډيجيټل جديدت او نجي څانګې په قيادت ګښې پرمختګ لپاره د پريكنده كردار لري۔وزيراعظم ووئيل د بحرين نائب وزيراعظم٬د خزانې وزير٬د صنعت وزير٬خارجه وزير او د بحرين كاروباري ادارو سرمايه كار دې پاكستان ته راشي٬مونږ هغوي سره په ګډه كار كول غواړو٬مونږ به د هغوي د تجربو او پوهو څخه زده كړې وكړو۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان او خليج مرستې كونسل ترمينځه آزاده تجارتي لوظ نامه په آخري پړاؤ كښې ده په كومه چې لاس ليك كېدونكے دے۔دې سره به د پاكستان او جي سي سي هېوادونو او په خاص توګه د بحرين ترمينځه تجارت ته وده ترلاسه شي۔د بحرين د خزانې وزير شيخ سلمان بن خليفه الخليفه ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف دلته راتلل زمونږ د اړيكو تجديد دے٬د پاكستان وګړو د بحرين په پرمختګ كښې كردار ترسره كړے او نن د پاكستان وګړي بحرين خپل دوهم كور ګڼي۔ده ووئيل د حبيب بانك٬يونائيټډ بانك او نېشنل بانك پشان د پاكستان مالياتي ادارې زمونږ په مالي څانګه كښې مهم كردار ترسره كوي۔د پاكستان او بحرين ترمينځه د ورورولۍ اړيكې قائم دي۔ده ووئيل د خليج مرستې كونسل به يو لويې بدلون وي٬ د بحرين په دې بدلون كښې په زړه پورې كردار په ترسره كولو وياړ لرو۔بحرين يو داسې ماحول جوړوي چرته چې تخليقي صلاحيت٬كاروباري جذبه او د مړانې خيالات د څوكاله سباؤن بنياد جوړ شي٬د مالياتي خذمات لپاره د بحرين جديد نظام ښه افرادي قوت او فن ټيك لري۔د بحرين جديد نظام د پاكستان بانكونو او جدت كارو لپاره په سيمه ايزه او نړيواله كچه ښه پليټ فارم وركوي۔ده ووئيل بحرين وژن 2020 مخ په وړاندې بوتللو سره د وژن 2050 بنياد ايږدي٬مونږ پاكستان سباون ته د يو شريك معاشي شراكتدار په توګه ګورو۔











