د نړيوالو مالياتي ادارو سره د پاكستان په شراكتدارۍ كښې د يو اے اي مهم معاونت د ستائنې وړ دے۔د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي تجارت٬سرمايه كارۍ٬ترسيلات زر٬بين الحكومتي مرسته او نړيوالو مالياتي ادارو سره د پاكستان په شراكتدارۍ كښې د يو اے اي مهم معاونت د ستائنې وړ دے٬پاكستان د يو اے اي سره د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو له لوظي دے۔د خزانې وزير د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ په پاكستان كښې د …

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي تجارت٬سرمايه كارۍ٬ترسيلات زر٬بين الحكومتي مرسته او نړيوالو مالياتي ادارو سره د پاكستان په شراكتدارۍ كښې د يو اے اي مهم معاونت د ستائنې وړ دے٬پاكستان د يو اے اي سره د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو له لوظي دے۔د خزانې وزير د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ په پاكستان كښې د متحده عرب امارات سفير سالم ايم سالم البواب الزابي سره ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔د متحده عرب امارات نوې سفير په پاكستان كښې د ذمه وارو سنبهالولو نه پس په هركلي كولو مننه وكړه۔د پاكستان او يو اے اي اولس ترمينځه د تاريخي رابطو ذكر كولو سره ده ووئيل د پاكستان پيشه وره پوهه لرونكې كسان د يو اے اي په بيلو څانګو كښې كردار ترسره كوي۔ده په دې خبره زور راوړو چې په خاص توګه ستراتېژيكي او ثقافتي څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو ته به پام لرنه كولې شي۔د خزانې وزير د نوې سفير هركلي كولو سره ووئيل پاكستان د يو اے اي سره د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو له لوظي دے٬د خزانې وزير د دواړو هېوادونو قيادت ترمينځه د اعلٰی پاې رابطې د مستحكمو اړيكو علامت وګرځولې۔

مزید خبریں