د خېبرپښتونخوا قبائلي سيمو كښې د خوارجو پرېښودلې شوو مائنونو تلف كولو عمل په تندۍ سره روان دے،82 مربع كلوميټره سيمه كليئر كړې شوه ۔ د پاك پوځ 5 ځوانان شهيدان شول

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ د اړخه د خېبرپښتونخوا قبائلي سيمو كښې د خوارجو پرېښودلې شوو مائنونو تلف كولو عمل په تندۍ سره روان دے،د ترهه ګرۍ په ضد د جنګ په مهال خېبرپښتونخوا كښې خوارجو د ترهه ګرۍ كولو او امنيتي ځواكونو لاره نيولو لپاره قبائلي سيمو كښې مائنونه په ځائئے كړي وو ۔تفصيلات له مخې خېبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ مخنيوي عملياتو نه …

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ د اړخه د خېبرپښتونخوا قبائلي سيمو كښې د خوارجو پرېښودلې شوو مائنونو تلف كولو عمل په تندۍ سره روان دے،د ترهه ګرۍ په ضد د جنګ په مهال خېبرپښتونخوا كښې خوارجو د ترهه ګرۍ كولو او امنيتي ځواكونو لاره نيولو لپاره قبائلي سيمو كښې مائنونه په ځائئے كړي وو ۔تفصيلات له مخې خېبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ مخنيوي عملياتو نه پس سكيورټي فورسز په دغه سيمو كښې په لويه توګه د ډي مائننګ عمل پېل كړے۔د پاك پوځ ځوانان د خپلو ځانون قرباني وركولو سره سيمي څخه د مائنونو پاكولو په كار كښې بوښت دي۔خېبرپښتونخوا كښې په مجموعي توګه 114 مربعه كلوميټره سيمه كښې مائنونه په ګوته كړې شوې وو۔ پاك پوځ د پيشه وره صلاحيتونو او هڅو په سوب تر اوسه 82 مربعه كلوميټره سيمه په بشپړه توګه كليئر كړه۔خېبرپښتونخوا كښې د پاتي سيمې په ډي مائننګ شپه ورځ كار روان دے۔ د ډي مائيننګ كارروائيو په مهال د پاك پوځ 5 ځوانان شهيدان شوي دغسې 115 ځوانان د لاسو او پښو څخه محرومه شوي ۔د پاك پوځ د اړخه سيمه د مائنونو څخه پاكولو مقصد اولس د پېښو څخه محفوظ ساتل دي

مزید خبریں