د پیټروليم وزير علي پرويز ملك سره د كويت سفير نصر عبدالرحمان جاسر المطيري ملاقات٬دواړو هېوادونو ترمينځه د روانې مرستې او سباؤن كښې د شراكتدارۍ په امكانات د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي)پاكستان او كويت د توان په څانګه كښې نوې موقعې لټولو او شريكې تاريخي اړيكې لا قوي كولو ته اتفاق كړ ے دے ۔د زيارت په ورځ د پېټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره په پاكستان كښې د كويت سفير نصر عبدالرحمان جاسر المطيري ملاقات وكړو چې په دې مهال دواړو هېوادونو ترمينځه د روانې مرستې او سباؤن كښې د شراكتدارۍ په امكانات …

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي)پاكستان او كويت د توان په څانګه كښې نوې موقعې لټولو او شريكې تاريخي اړيكې لا قوي كولو ته اتفاق كړ ے دے ۔د زيارت په ورځ د پېټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره په پاكستان كښې د كويت سفير نصر عبدالرحمان جاسر المطيري ملاقات وكړو چې په دې مهال دواړو هېوادونو ترمينځه د روانې مرستې او سباؤن كښې د شراكتدارۍ په امكانات په خاص توګه د پېټروليم څانګې په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پيټروليم وزير د كويت سفير تود هركلے وكړو او دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې قوي كولو كښې يې د هغه مثبت او تعميري كردار ستائېلو سره هغه د پاكستان رېښتونے دوست وګرځولو۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې په شريك باور٬احترام او لسيزو محيط او د توان او پېټروليم څانګو كښې په نزدې مرستې اډانه دي۔علي پروېز ملك د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان دوه اړخيزه مرستې ته د لا پراختيا وركولو عزم لري۔۔د كويت سفير نصر عبدالرحمان جاسر المطيري ووئيل پاكستان استحكام او پرمختګ پلو روان دے كوم ته چې كويت په مثبت نظر ګوري۔ده په دې خبره زور راوړو چې كويت د پاكستان سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ډلو نزدې رابطه كاري ساتلو٬ د توان په څانګه كښې نوې موقعې لټولو او د دواړو هېوادونو تاريخي اړيكې لا قوي كولو ته اتفاق وكړو

مزید خبریں