د قطر او پاكستان د تعليم او ووكيشنل ټريننګ څانګو كښې د مرستې لا زياتولو ته اتفاق

دوحه 27 نومبر (اے پي پي)د تعليم او پيشه ورانه تربيت وزير مملكت وجيهه قمر د قطر د تعليم او اعلٰی تعليم وزيرې لولوه بنت راشد الخاطر سره ملاقات كړے چې پكښې د تعليم او ووكيشنل ټريننګ بيلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوې۔په ملاقات كښې دواړو هېوادونو د بنيادي تعليم٬سكلز ډويلپمنټ٬ټيكنيكل ووكيشنل ايجوكېشن اينډ ټريننګ(ټيوټ)٬ استاذانو پيشه وره تربيت او ډيجيټل لرننګ …

دوحه 27 نومبر (اے پي پي)د تعليم او پيشه ورانه تربيت وزير مملكت وجيهه قمر د قطر د تعليم او اعلٰی تعليم وزيرې لولوه بنت راشد الخاطر سره ملاقات كړے چې پكښې د تعليم او ووكيشنل ټريننګ بيلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوې۔په ملاقات كښې دواړو هېوادونو د بنيادي تعليم٬سكلز ډويلپمنټ٬ټيكنيكل ووكيشنل ايجوكېشن اينډ ټريننګ(ټيوټ)٬ استاذانو پيشه وره تربيت او ډيجيټل لرننګ پشان ځانګړو څانګو كښې مرستې لا زياتولو له عزم څرګند كړے۔د تعليم وزيرانو دا باور ولرلو چې د قطر او پاكستان زياته شوې همكاري به نه يوازې تعليمي معيار او د ځوانانو روزګار په اړه مهارتونو كښې اضافه وكړي بلكې د دواړو هېوادونو د ځوانانو خپلواكۍ كښې به هم مرستياله وګرځي۔وجيهه قمر پاكستان كښې د روان تعليمي اصلاحات٬په خاص توګه ټيوټ كښې جدت٬سټيم ٬ د ماشومانو تعليم او د کمپټینسی بیسډ لرننګ په اقدامات رڼا اچولو سره د قطر د مرستې هركلے وكړو۔وجيهه قمر د قطر حكومت لخوا د كوربتوب مننه وكړه او د تعليم په څانګه كښې د قطر سره سټريټجك شراكتداري لا مستحكمولو لپاره يې د عزم پخلے وكړو۔(

مزید خبریں