پينډۍ 26 نومبر (اے پي پي)د پاکستان او سعودی عرب د ترهه ګرۍ مخنيوي څانګه كښې شريك پوځي مشق البتارټو د 18 نه تر 26 نومبر وكړے شو۔د پاکستان آرمی سپیشل سروسز ګروپ او د سعودی عرب زمكيز پوځ کامبیټ ډلو په دې مشق كښې برخه واخسته۔د مشق اختتامی دستوره په 26 نومبر تبوك، سعودی عرب كښې وشوه۔د سپیشل سروسز ګروپ جنرل آفیسر کمانډنګ د پاکستان د اړخه د خاص …
د پاکستان او سعودی عرب د ترهه ګرۍ مخنيوي څانګه كښې شريك پوځي مشق البتارټو تر سره شو

مزید خبریں
پينډۍ 26 نومبر (اے پي پي)د پاکستان او سعودی عرب د ترهه ګرۍ مخنيوي څانګه كښې شريك پوځي مشق البتارټو د 18 نه تر 26 نومبر وكړے شو۔د پاکستان آرمی سپیشل سروسز ګروپ او د سعودی عرب زمكيز پوځ کامبیټ ډلو په دې مشق كښې برخه واخسته۔د مشق اختتامی دستوره په 26 نومبر تبوك، سعودی عرب كښې وشوه۔د سپیشل سروسز ګروپ جنرل آفیسر کمانډنګ د پاکستان د اړخه د خاص ميلمه په حيث اختتامی دستوره كښې ګډون وكړو دغسې د سعودی عرب سینئر عسکری چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔د دواړو هېوادونو پوځي ډلو د ټول مشق په مهال د پېشه وره پوهې ، عملی صلاحیت او د شريكو رابطو مثالي معیار ظاهر کړو ۔ البتارټو بنیادی نکته د ترهه ګرۍ مخنيوي آپریشنز كښې شريكه پوهه زياتول وو چې پكښې په خاص توګه د زياتې ودانۍ سيمو كښې جنګ، د دیسی ساخت بمونو مخنيوے او د كوټلي تربيې د لارې حربی تګلاره او مشقونو كښې په ښه والي زور راوړلے شو۔دا مشق ېه د پاکستان او سعودی عرب د پخوانو عسکری اړيكو لا قوي كولو ذریعه هم ثابت شي۔ټول تربیتی مقاصد په کامیابۍ سره ترلاسه شول چې ورسره دواړه هېوادونه سيمه كښې امن ، سکیورټی او شريك دفاعي چمتوالي له د عزم پخلے كوي











