پاکستان د تېرو څلورو لسيزو راهسې د 40 لكه نه زياتو افغان كډوالو كوربتوب كوي٬ د شخړو سولئيز حل د منطقې سلامتيا لپاره ضروري دے د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د المان سفيرې اينا ليپل سره خبرې

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د المان سفيرې اينا ليپل ليدلي دي چې پكښې د پاك-جرمن د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ سپيکر سفيرې سره په خبرو كښې ووئيل د پاکستان او المان ترمېنځه پارلماني او اولسي روابط د اهميت وړ دي ٬ دواړو مشرانو د پارلماني پلاويو د تبادلو په وده اتفاق وكړو۔ …

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د المان سفيرې اينا ليپل ليدلي دي چې پكښې د پاك-جرمن د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ سپيکر سفيرې سره په خبرو كښې ووئيل د پاکستان او المان ترمېنځه پارلماني او اولسي روابط د اهميت وړ دي ٬ دواړو مشرانو د پارلماني پلاويو د تبادلو په وده اتفاق وكړو۔ سپيکر ووئيل د پاکستان پارلمان په بشپړه توګه د نمر په توان منتقل كېدونكے د نړۍ د وړومبي پارلمان اعزاز ترلاسه كړے ٬ په پارلمان كښې مېرمنو او كوچنيانو د حقونو تحفظ لپاره خاص کاکسز جوړ كړے شوي دي٫ په پاکستان كښې كېدونكې د ترهګرۍ د اوسنو پېښو جرړې افغانستان سره لګي٬ افغان خاوره د پاكستان په ضد ترهګرۍ لپاره كارولې كېږي٬ ده ووئېل پاکستان د تېرو څلورو لسيزو راهسې د 40 لكه نه زياتو افغان كډوالو كوربتوب كوي٬ ټول مذهبونه د انتها پسندۍ او د ترهګرۍ ممانعت كوي٬ د شخړو سولئيز حل د منطقې سلامتيا لپاره ضروري دے ٬ ده ووئېل پارلماني روابط د دوه اړخيزه اريكو په قوي كولو كښې مهم كردار لوبولې شي ۔ سپيکر سردار اياز صادق د موسمياتي بدلون د چيلنجز مخنيوي لپاره د مشتركه هلو ځلو په ضرورت زور راوړو۔ المانۍ سفيرې اينا ليپل د پاکستان د پارلماني روايات او اصلاحاتي اقدامات ستائنې كولو سره ووئيل په پاکستان كښې روان صنفي مساوات ته وده او د ماشومانو حقونو لپاره اصلاحات د ستائنې وړ دي٬ المان پاکستان سره پارلماني رابطو ته لا ودې وركولو كښې خوښي لري٬ المان پاکستان سره اقتصادي او په سماجي څانګو كښې مرستې ته وده وركول غواړي۔ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل د پاکستان د ترهګرۍ خاتمې لپاره پورته كړي اقدامات د ستائنې وړ دي٬ پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې لازواله قربانۍ وركړې دي

مزید خبریں