سپيکر سردار اياز صادق سره د بلوچستان وزيراعليٰ سرفراز احمد بګټي وليدل

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د بلوچستان وزيراعليٰ سرفراز احمد بګټي د شورو په ورځ ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې د بلوچستان په سياسي، سماجي او پرمختيائي صورتحال تفصيلي خبرې وشوې۔ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې په دې موقع سپيکر سردار اياز صادق د وزيراعليٰ سرفراز احمد بګټي د بدلولو په اړه ګردش كونكي خبرونه بې بنسټه ګرځولو …

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د بلوچستان وزيراعليٰ سرفراز احمد بګټي د شورو په ورځ ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې د بلوچستان په سياسي، سماجي او پرمختيائي صورتحال تفصيلي خبرې وشوې۔ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې په دې موقع سپيکر سردار اياز صادق د وزيراعليٰ سرفراز احمد بګټي د بدلولو په اړه ګردش كونكي خبرونه بې بنسټه ګرځولو سره ووئيل د بلوچستان اتحادي حکومت د صوبې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره خپل بشپړ كردار لوبوي۔ سپيکر د دې عزم پخلے وكړو چې د بلوچستان ترقي د پاکستان مجموعي پرمختګ دے٬ په صوبه كښې روانې لويې پرمختيائي منصوبې خوشبينه دي او وفاق به په هره كچه د صوبائي حكومت مرسته روانه ساتي ۔ ده زياته كړه چه د صوبې د اولس مسئلې حل كول وړومبې ترجيح ده او وفاق او د صوبو ترمېنځه رابطو سره به د اولسي مسئلو حل كښې بهتري راشي ۔ د ملاقات په مهال د اولسي خېرښګړې په روانو منصوبو، په وفاقي معاونت او په سکيورټي انتظامات هم خبرې وشوې۔

مزید خبریں