حکومت ځوانانو ته د جديد دور تقاضو له مخئ د تعليم موقعې وركوي۔ د احسن اقبال په قراقرم انټرنيشنل يونيورسټۍ كښې زده كوٶنكو ته وېنا

ګلګت 26 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي حکومت ځوانانو له د جديد دور تقاضو له مخئ د تعليم موقعې وركوي، د تعليم مقصد يوازې روزګار ترلاسه كول نه دي بلكې د اعليٰ کردار وړ انسان جوړېدل دي ځكه چې محنت، جذبه او خدمتِ خلق هم د حقيقي کاميابۍ لاره ده۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په قراقرم انټرنيشنل …

ګلګت 26 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي حکومت ځوانانو له د جديد دور تقاضو له مخئ د تعليم موقعې وركوي، د تعليم مقصد يوازې روزګار ترلاسه كول نه دي بلكې د اعليٰ کردار وړ انسان جوړېدل دي ځكه چې محنت، جذبه او خدمتِ خلق هم د حقيقي کاميابۍ لاره ده۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په قراقرم انټرنيشنل يونيورسټۍ كښې د زده كوٶنكو اجتماع ته وكړې۔ احسن اقبال ووئيل پېسه يوازې د ژوند مقصد نه دے ٬ د وسائلو نه غېرهم انسان د محنت او عزم سره خپل منزل ترلاسه كولې شي۔ ده زور راوړو چې په معاشره كښې كركه او تعصب يو خطرناک وائرس دے٬ كوم چې د انسان عقل شل كوي، دا د قامي او اجتماعي سوچ نه لرې ساتل لازمي دي، ده ووئېل اختلافِ رائے فطري امر دے خو دا دومره زياتول نه دي پكار چې نورو ته ترې زيان ورسي، مونږ له به برداشت، مکالمه او شريك احترام سره مخ په وړاندې تلل وي ځكه چې مونږ يو قام يوو ۔ وفاقي وزير د ګلګت بلتستان په آئيني او مالي حقونو خبره كولو سره واضحه كړه چې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت د ګلګت بلتستان او آزاد کشمير لپاره اېن اېف سي كښې د دوي د جائز برخې وركولو سفارش كړے دے٬ مسلم ليګ ن دې مقصد لپاره آئين كښې د بدلون پلوي دے، مونږ نورې صوبې هم فائل كوٶ چې ګلګت بلتستان او آزاد کشمير ته د دوي حق ترلاسه كېدل پكار دي۔ په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال د فيکلټي د بېلو څانګو٬ كلاس رومز او ليبارټريز معائنه هم وكړه۔ د دورې په مهال د روغتون ميډيکل سپرنټنډنټ (اېم اېس) وفاقي وزير ته د روغتون تعمير، سهولتونو، نوې مشينرۍ او د سباون منصوبو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړٶ۔ وفاقي وزير احسن اقبال د ګلګت کارډيك روغتون د مسلم ليګ (ن) د وفاقي او صوبائي حکومتونو لخوا د ګلګت بلتستان اولس لپاره يوه شانداره ډالۍ وګرځوله۔

مزید خبریں