اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي د سيلابونو له امله هر كال پاكستان نزدې د 9.5 فيصده جي ډي پي نېغه په نېغه او بالواسطه زيان پورته كوي، د ګليشيئر ويلي كېدو په نتيجه كښې د بارانونو پيټرن، د درياؤبو جريان او په نهري نظام كښې ښكاره بدلون رامخې ته شوے كوم چې به سباٶن كښې غذائي تحفظ لپاره …
د سيلابونو له امله هر كال پاكستان نزدې د 9.5 فيصد جي ډي پي نېغه په نېغه او بالواسطه زيان پورته كوي ۔ ډاکټر مصدق ملک

مزید خبریں
اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي د سيلابونو له امله هر كال پاكستان نزدې د 9.5 فيصده جي ډي پي نېغه په نېغه او بالواسطه زيان پورته كوي، د ګليشيئر ويلي كېدو په نتيجه كښې د بارانونو پيټرن، د درياؤبو جريان او په نهري نظام كښې ښكاره بدلون رامخې ته شوے كوم چې به سباٶن كښې غذائي تحفظ لپاره لويې چېلنج ثابت شي۔ د موسمياتي بدلون وزارت له مخې دا خبره ده د شورو په ورځ د پاکستان بزنس کونسل پينل مباحثې “كلائميټ ريزيلينس د تاخير زيان څوك پورته كوي؟” كښې د ګډون په مهال كړې ۔ په مکالمه كښې بېلا بېلو سټيک هولډرز د موسمياتي تغيرات له امله په زياتېدونكو انساني، معاشي او په ماحولياتي زيانونو خبرې وكړې۔ ده په پاکستان كښې د موسمياتي آفتونو د تباهۍ اثرات رامخې ته كولو سره ووئيل د تېرو څلورو كال په لويو سېلابونو كښې نزدې 4700 افراد پحق رسېدلي كوم چې د يو جنګ نه زيات بشري زيان دے د كوم سره چې هېواد مخ ٶ٬ د دې نه علاوه 18 زره نزدې كسان ژوبل يا يا مستقل معذوران شوي او د 30 لكه نه زيات وګړي پخپلو كورونيو پرېښودلو مجبور شوي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون زيان يوازې معاشي نه، دې سره معذوري، مرګونه٬ تعليمي زيان او د معاش د خرابو په حېث اړخونه هم شامل دي۔ په نړيوال کاربن اخراج كښې په شديد عدم توازن د تشويش څرګندونې سره وفاقي وزير ووئيل د پاکستان په نړيوال كاربن اخراج كښې برخه د يو فيصد نه لږه ده او دوه ګاٶنډي هېوادونه نزې 40 فيصده خارج كوي او د نړۍ لس هېوادونه په مجموعي توګه د 70 فيصده نه د زيات اخراج ذمه واري دي ٬ د دې باوجود پاکستان په نړۍ كښې د ټولو نه زيات په موسمياتي توګه غېر محفوظ هېوادونو كښې شامل دے۔ پينل كښې د ډويلپمنټ ډائريکټر برټش هائي کميشن سيم والډاك او ټي پي ايل ريټ مينجمنټ کمپني سي اي او سيد جمال هم ګډون وكړو۔











