اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي وئېلي دي حكومت د كلتوري څانګې قوي كولو او د ميرمنو قامي پرمختګ كښې د فعاله شراكتدارۍ ډاډګيرنې له عزم لري٬قامي ورثه او كلتور وزارت د ميرمنو تعليم٬هنر او دوي خپلواكه كولو كښې هر ډول مرسته كوي او دا لړۍ به سباؤن كښې هم روانه وي٬د كلتور او ورثه په وده كښې د ميرمنو …
حكومت د كلتوري څانګې قوي كولو او د ميرمنو قامي پرمختګ كښې د فعاله شراكتدارۍ ډاډګيرنې له عزم لري۔د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي دستورې ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي وئېلي دي حكومت د كلتوري څانګې قوي كولو او د ميرمنو قامي پرمختګ كښې د فعاله شراكتدارۍ ډاډګيرنې له عزم لري٬قامي ورثه او كلتور وزارت د ميرمنو تعليم٬هنر او دوي خپلواكه كولو كښې هر ډول مرسته كوي او دا لړۍ به سباؤن كښې هم روانه وي٬د كلتور او ورثه په وده كښې د ميرمنو كردار ډېر اهميت لري او حكومت د ميرمنو پرمختګ لپاره نوې اقدامات روان ساتلي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ډريم پاكستان٬سندھو ويلفيئر ټرسټ او د ګروئنګ ويمن ترمينځه د مفاهمت په يادښت د لاس ليك دستورې ته خطاب كولو په مهال كړې۔د شورو په ورځ “ګروئنګ ويمن ریبلډ پاكستان” په عنوان يو ايونټ هم وشو۔په دې موقع وفاقي وزير ووئيل پاكستانۍ ټولنه په نيك نيتۍ٬خيرات او د اجتماعي خېرښېګړې اقدارو كښې په ټوله نړۍ كښې ځانګړے مقام لري۔كلتوري پوهه او د كميونټي پرمختګ پروژو لپاره پي اين سي اے او لوك ورثه مرستې لپاره چمتو دي۔ده ووئيل په دې وروستيو كښې د وزارت تر سيوري لاندې لوك ميله كښ ېه د ميرمنو فنكارانو او وزيټرز شمېره د سړو په مقابل كښې زياته وه ٬دا امر د مېرمنو فنون او كلتور كښې د خوښۍ څرګندونه كوي۔

د ايسوسي ايټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)منيجنګ ډائرېكټر محمد عاصم كهچي په دستوره كښې خاص ګډون وكړو۔په دې موقع ده د تنظيم كلتوري تنوع ته ودې وركولو كښې د كردار ستائنه وكړه او د پاكستان ورثه د بيلو رنګونو رامخې ته كولو او په ټول هېواد كښې د ميرمنو پرمخټګ لپاره يې د اے پي پي د بشپړه مرستې باور وركړو۔په دې موقع د ګروئنګ ويمن باني سي اي او او رومانه چوهدري د خپلې ادارې په كاركردګۍ رڼا واچوله او د ميرمنو لپاره يې د نوو پروژو اعلان وكړو ۔ هغې ووئېل ګروئنګ ويمن ميرمنو ته بيلو څانګو كښې عملي تربيه وركړې چې پكښې د 30 نه تر 35 فيصده ميرمنو د روزګار هم بندوبست شوے۔د ډريم پاكستان چيئرمېن ايډووكيټ منير عثماني ګډون كوونكي٬ د ميډيا استازي او د سول سوسائټۍ مننې كولو سره هغوي د پروګرام مقاصد او د بيلو اړخونو نه خبر كړل او د ميرمنو سماجي او معاشي شموليت لپاره يې د ادارې په هڅو رڼا واچوله۔د سندھو ويلفيئر ټرسټ سي اي او ډاكټر افشاں ملك د ميرمنو محنت٬هلې ځلې او كاميابۍ وستائېلې۔دې د ټرسټ كاركردګي٬روانو پروژو او ميرمنو خېرښېګړی لپاره د سباؤن په پروژو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د سادات ګروپ چيئرمېن سيد سادات شاه د ځوانانو په خاص توګه د ميرمنو خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔

ده د خپلې ادارې لخوا د ميرمنو پرمختګ لپاره د هر ممكنه مرستې باور وركولو سره ووئيل د ميرمنو شموليت د مستحكم ټولنې بنياد دے۔په دې موقع د ټريننګ اينډ بزنس انكيوبيشن سينټر٬ميرمنو ته وړيا طبي آسانۍ او ريليف سپورټ په اړه دستاويزي فلم وښودلو چې پكښې ميرمنو ته سماجي او د ټولنې په خپلواكه جوړولو شريكه مرسته رامخې ته كړه ۔د پرائم منسټر يوتھ پروګرام فار ويمن انيشيټو اسلام آباد فوكل پرسن په كاميابه دستوره د انتظاميې مننه او ميرمنو لپاره په روانو سركاري اقداماتو او موقعو رڼا واچوله۔په دستوره كښې بيلو څانګو سره تعلق لرونكو شخصيات٬د ميرمنو مشرو٬سماجي كاركنانو او د ميډيا استازو په بشپړه توګه ګډون وكړو۔د دستورې په اختتام ګډون كوونكو د انتظاميې هڅې وستائېلې او د داسې ډول هلو ځلو تسلسل په ضرورت يې زور راوړو۔











