بيجنګ ۔ 26 نومبر (اے پي پي) چين خبردارے وركړے دے جې هغه به د تائيوان په حقله ټول غېر ملكي مداخلتونه وچقوي ۔ د رائټرز تر مخه دا خبردارے د چين د تائيوان چارو دفتر وياند پينګ كن ون د شورو په ورځ يو پرېس كانفرنس كښې وركړو۔ هغه ووئېل مونږ د خپلې قامي خودمختارۍ او سيمه ايزې سلامتيا دفاع لپاره مضبوطه اراده ٬ كلك عزم او په زړه …
د تائيوان په حقله به ټول غېر ملكي مداخلتونه وچقوو٬ چين

مزید خبریں
بيجنګ ۔ 26 نومبر (اے پي پي) چين خبردارے وركړے دے جې هغه به د تائيوان په حقله ټول غېر ملكي مداخلتونه وچقوي ۔ د رائټرز تر مخه دا خبردارے د چين د تائيوان چارو دفتر وياند پينګ كن ون د شورو په ورځ يو پرېس كانفرنس كښې وركړو۔ هغه ووئېل مونږ د خپلې قامي خودمختارۍ او سيمه ايزې سلامتيا دفاع لپاره مضبوطه اراده ٬ كلك عزم او په زړه پورې صلاحيت لرو۔ مونږ به هر ډول غېر ملكي مداخلت وچقوو ۔ هغه ووئېل د جاپان د اړخه ډ چين منطقې سره نزدې د جارحانه وسلې راوړلو منصوبه ډېره خطر ناكه ده كوم چې د زړه نه سيمه ايز تاو تريخوالے پېدا كول دي او عسكري تاو تريخحوالي له هوا وركول دي۔ د چين د اړخه دا بيان په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوے چې كله جاپان د تائيوان سره نزدې په يوه جزيره كښې د مېزائل لګولو منصوبه اعلان كړې ده۔











