د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ايران د سپريم نيشنل سکيورټي کونسل سيکرټري علي اردشير لاريجاني وليدل

پېنډي 26 نومبر (اے پي پي) د پوځ سر لښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاکستان د سيمه ايز امن او استحكام عزم تذكره كولو سره د ترهګرۍ په ضد ايران سره د نزدې مرستې په ضرورت زور راوړے ۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ايران سپريم نيشنل سکيورټي کونسل سيکرټري علي …

پېنډي 26 نومبر (اے پي پي) د پوځ سر لښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاکستان د سيمه ايز امن او استحكام عزم تذكره كولو سره د ترهګرۍ په ضد ايران سره د نزدې مرستې په ضرورت زور راوړے ۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ايران سپريم نيشنل سکيورټي کونسل سيکرټري علي اردشير لاريجاني په جنرل هيډکوارټرز (جي اېچ کيو) پېنډۍ كښې ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه مرسته٬ په سيمه ايزو امنيتي معاملو او د پاکستان او ايران ترمېنځه د اړيكو مضبوطولو په اهميت د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې په منطقه كښې په موجوده امنيتي وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ فيلډ مارشل د پاکستان سيمه ايز امن او استحكام لپاره د تذكرې كولو سره د ترهګرۍ په ضد ايران سره د نزدې مرستې په ضرورت زور راوړو۔ دوې د بدلونكې جغرافيائي سياسي صورتحال په تناظر كښې د ستراتېژك مرستې په زيات شوي اهميت هم رڼا واچوله٬علي لاريجاني په منطقه كښې امن او سلامتيا باوري كولو كښې د پاکستان د مهم کردار ستائنه وكړه او د ايران-پاکستان اړيكو ته د لا ودې وركولو د عزم يې څرګندونه وكړه ۔ هغه د سيمه ايزو چېلنجونو مخنيوي او د اوږدې مودې استحكام لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځه مكالمې او د همكارۍ په اهميت هم زور راوړو۔

مزید خبریں