منامه 26 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د بحرين سرمايه کارو ته د غذائي تحفظ، آئي ټي، تعميرات، کان کنۍ و معدنيات، صحت، د تجديد وړ توان او د سېلګرۍ پشمول په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنې وركولو سره وئيلي دي د دوه اړخيزه تجارت حجم د 550 ملين امريکائي ډالرو نه به په دريو كالو كښې يو ارب امريكائي ډالرو ته رسولې شي ۔ د …
د پاکستان او بحرين ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت به په دريو كالو كښې يو بلين ډالرو ته رسولې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د بحرين ولي عهد، د بحرين پوځ نائب سپريم کمانډر او وزيراعظم شهزاده سلمان بن حمد الخليفه سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
منامه 26 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د بحرين سرمايه کارو ته د غذائي تحفظ، آئي ټي، تعميرات، کان کنۍ و معدنيات، صحت، د تجديد وړ توان او د سېلګرۍ پشمول په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنې وركولو سره وئيلي دي د دوه اړخيزه تجارت حجم د 550 ملين امريکائي ډالرو نه به په دريو كالو كښې يو ارب امريكائي ډالرو ته رسولې شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د بحرېن ولي عهد، د بحرين پوځ نائب سپريم کمانډر او وزيراعظم شهزاده سلمان بن حمد الخليفه سره په ملاقات كښې كړې۔ د وزيراعظم شهباز شريف ته ملاقات لپاره منامه كښې قصر القضيبيه ته په رسېدو شاندار ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔ وزيراعظم په تود هركلي كولو د شهزاده سلمان بن حمد الخليفه مننه وكړه او د دوه اړخيزه اړيكو په قوي كولو كښې يې د بحرېن د قيادت د كردار ستائنه وكړه۔ وزيراعظم بحرېن ته د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل دوه كلنه مودې لپاره په غېر مستقل غړيتوب ترلاسه كولو مباركي وركړه او په دې موده كښې يې شريكه مرسته لا قوي كولو لپاره د پاكستان د عزم څرګندونه وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع اقتصادي مرسته د خبرو خاص موضوع ٶه۔ وزيراعظم دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره په امكانات رڼا واچوله كوم چې دا مهال 550 ملين ډالرو نه زيات دے۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان او بحرين ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت به په دريو كالو كښې يو بلين ډالرو ته رسولې شي٬ دا هدف سر كولو لپاره د پاکستان-جي سي سي فري ټريډ ايګريمنټ كوم چې په حتمي پړاٶ كښې دے او په دې وروسيتو كښې به د ويزه په شرائطو كښې د لا نرمۍ په څېر اقدامات كولې شي۔ ده د بحرين سرمايه کارو ته په فوډ سکيورټي، آئي ټي، تعميرات، کان کنۍ او معدنيات، صحت، د تجديد وړ توان او په سېلګرۍ كښې د موقعو لټولو بلنه وركړه۔ ده د كراچۍ/ ګوادر او د خليفه بن سلمان پورټ ترمېنځه د بندرځاے نه تر بندرځائے د رابطې زياتولو تجويز هم وركړو۔ وزيراعظم د يو لك پنځوس زره نه زياتو پاكستانيانو كميونټۍ لپاره د بحرېن مرسته تسليم كړه او د نور هنر مند افرادي قوت روكولو لپاره يې د پاکستان دعزم تصديق وكړٶ۔ ده په اعليٰ تعليم، تکنيکي تربيه او ډيجيټل ګورننس كښې د نورې مرستې هركلے وكړو۔ د دې نه علاوه وزيراعظم په اسلام آباد كښې د کنګ حماد يونيورسټۍ جوړولو او د پاکستانو وګړو خوشي كولو او هېواد ته په ستنېدو كښې د سهولت په وركولو هم د بحرېن مننه وكړه۔ په ملاقات كښې په دفاعي او امنيتي مرسته هم د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ دواړو ډلو د تربيې، سائبر سکيورټي، دفاعي پيداوار او د معلومات په تبادله كښې مرستې ته پراختيا وركولو ته هم اتفاق وكړو۔ دواړو مشرانو په غزه كښې په اوسني پېشرفت د خيالاتو څرګندونې كولو سره اتفاق وكړو چې د غزه اولس كوم چې د څو لسيزو راهسې ستونزو سره مخ دے لپاره امن او استحکام ډېر خوشبينه دے او كوم ته چې د غزه اولس د ډېرې مودې راهسې سترګې په لار ؤ ۔ ملاقات دې باور سره پائې ته ورسېد چې د خبرو اترو به كوټلې نتيجې رامخې ته شي او ستراتېژك، اقتصادي، سکيورټي او د اولس اولس ترمېنځه اړيكې به لا لوړې كچې ته رسولې شي۔











