جديد تجارتي مركزونه د سرمايه كارۍ وده كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي۔وفاقي وزير قيصر احمد شيخ

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي)د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئيلي دي جديد تجارتي مركزونه د سرمايه كارۍ وده كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي او داسې منصوبې د پاكستان ريټيل انډسټري په جديد ډول روانولو كښې مرستياله ثابتيږي۔ده د شورو په ورځ واه كينټ كښې په جديد ډول د جوړ شاپنګ مال پرانسته وكړه۔ د پرانستې دستوره كښې سوداګرو، صنعتكارو، ځائې قيادت او …

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي)د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئيلي دي جديد تجارتي مركزونه د سرمايه كارۍ وده كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي او داسې منصوبې د پاكستان ريټيل انډسټري په جديد ډول روانولو كښې مرستياله ثابتيږي۔ده د شورو په ورځ واه كينټ كښې په جديد ډول د جوړ شاپنګ مال پرانسته وكړه۔ د پرانستې دستوره كښې سوداګرو، صنعتكارو، ځائې قيادت او د ريئل اسټيټ سيكټر سره تړون لرونكو شخصياتو ګډون وكړو۔وفاقي وزير دستورې ته وينا كښې ووئيل جديد تجارتي مركزونه د سرمايه كارۍ وده كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي او داسې منصوبې د پاكستان ريټيل انډسټري په جديد ډول روانولو كښې مرستياله ثابتيږي۔ده ووئيل حكومت د سرمايه كارۍ دوست ماحول بحالۍ ته خاص پام لرنه كوي۔ده ووئيل معياري انفراسټركچر معاشي هلو ځلو كښې تندي او د سرمايه كارو باور زياتوي۔ بورډ آف انويسټمنټ كاروباري ماحول آسانولو، قوانين كښې اصلاحات او سرمايه كارو له آسانيو وركولو له ګامونه پورته كوي۔قيصر احمد شيخ ووئيل اسلام آباد كښې بزنس فسيليټيشن سينټر جوړ كړے شوے چرته چې سرمايه كارو له ټول سركاري خدمات په يو ځائے وركړے كيږي۔كاروباري اجازت نامو ترلاسه كولو كښې ښه والے راغلے،آسان كاروبار ايكټ بل قامي اسمبلۍ څخه منظور شوے دغسې چې كاروباري طبقې له نوري آسانۍ وركړې شي، او په بزنس كميونټي 80 فيصده غير ضروري بنديزونه ختم كړې شوي دي

مزید خبریں