اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د پاكستان سائنسي او تكنيكي صلاحيتونو لا زياتولو لپاره د يو تاريخي اقدام سره د هېواد وړومبې اولسي او د شخصي څانګي د جينيات شريكه پروژه پېل كړې ده۔دا انقلابي اقدام د هېواد تحقيقاتي ادارو مستحكمولو ، زرعي جدت ته ودي وركولو او ځائې جينياتي تحقيق او تشخيص د لارې د صحت …
د وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د هېواد وړومبې اولسي او شخصي څانګي د جينيات شريكه منصوبه پېل كړه

مزید خبریں
اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د پاكستان سائنسي او تكنيكي صلاحيتونو لا زياتولو لپاره د يو تاريخي اقدام سره د هېواد وړومبې اولسي او د شخصي څانګي د جينيات شريكه پروژه پېل كړې ده۔دا انقلابي اقدام د هېواد تحقيقاتي ادارو مستحكمولو ، زرعي جدت ته ودي وركولو او ځائې جينياتي تحقيق او تشخيص د لارې د صحت څانګي ښه كولو له لپاره دے۔دا منصوبه د نيشنل انسټي ټيوټ فار جينيات اينډ ايډوانسډ بائيوټيكنالوجي (اين آئي جي اے بي)، د پي اے آر سي ايګرو ټيك كمپني (پي اے ټي سي او) كومه چې د پاكستان ايګريكلچر ريسرچ كونسل (پي اے آر سي) ترمخه ده او د بليزون ډائيګنوسټكس ترمينځه په مرسته اډانه ده۔ افتتاحي دستوره اين آئي جي اے بي، اين اے آر سي اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې قامي او نړيوالو پوهانو ګډون وكړو۔دستوره كښې د پي اے آر سي چيئرمين ډاكټر سيد مرتضي حسن اندرابي، چيئرمين پاك چائنا بزنس فورم ليفټيننټ جنرل (ر) عبدالقيوم، ډائريكټر جنرل اين اے آر سي ډاكټر خالد محمود، كمانډنټ ايس آئي بي جي اے بريګيډئر علي رضا، ډائريكټر اين آئي جي اے بي ډاكټر شوكت علي، سي اي او پي اے ټي سي او ډاكټر تاج نصيب خان او نورو سينئر چارواكو ، محققين او سټيك هولډرز ګډون وكړو۔په دستوره كښې د چين محققينو يو پلاوي هم شامل شو چا چې د دې منصوبې كاميابۍ لپاره د مرستې اعلان وكړو۔د قومي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين دستوري ته وينا كښې ووئيل دا شريكه منصوبه د پاكستان غذائي تحفظ باوري كولو او قومي تحقيقاتي ادارو مستحكمولو كښې لويه كاميابي ده۔











