قوي او مستحکم معيشت لپاره نجي څانګي له سهوليات وركولو ته اړتيا ده۔ د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي قوي او مستحکم معيشت لپاره نجي څانګي له سهوليات وركولو ته اړتيا ده،حکومتي اقدامات په نتيجه كښې معيشت مستحکم شوے او د مهمو اقتصادي اشارو څخه د دې عكاسي كيږي،د ټيکس په بنياد كښې پراختيا ، د ليکجز خاتمه او ټيکس نظام كښې شفافيت ته پام لرنه كوو،سرکاري ملکيتي ادارو كښې د …

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي قوي او مستحکم معيشت لپاره نجي څانګي له سهوليات وركولو ته اړتيا ده،حکومتي اقدامات په نتيجه كښې معيشت مستحکم شوے او د مهمو اقتصادي اشارو څخه د دې عكاسي كيږي،د ټيکس په بنياد كښې پراختيا ، د ليکجز خاتمه او ټيکس نظام كښې شفافيت ته پام لرنه كوو،سرکاري ملکيتي ادارو كښې د ګورننس ښه والې او د نجکارۍ عمل پرله پسې په ښه ډول مخ په وړاندې روان دے۔د شورو په ورځ پاکستان بزنس کونسل تر سيوري لاندې دستوره كښې د ”پاکستان ښې شوې منظرنامې“ په سرخط وينا كښې د خزانې وفاقي وزير ووئيل حکومت د نجي څانګي په قيادت كښې په برآمدات اډانه كوټلي اقتصادي پرمختګ او نمو لپاره ګامونه پورته كوي، وزيراعظم د بېلو څانګو پرمختګ لپاره د نجي څانګي په قيادت كښې ګروپس جوړ كړې د كومو په تجاويز اوسفارشات چې په ښه ډول عملدرآمد كيږي،د پاکستان بزنس کونسل د اړخه برآمدي ترقياتي سرچارج كښې د کمي تجويز رامخې ته شوے٬ كوم چې وزيراعظم ختم كړے ،نجي څانګه هېواد مخ په وړاندې بوځي،نړيوالې منظرنامه كښې هم نجي څانګه په زړه پورې كردار لري۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل سرکاري ملکيتي ادارو كښې د ګورننس ښه والي او د نجکارۍ عمل پرله پسې مخ په وړاندې روان دے،تر اوسه د 20 وزارتونو او د 301 محکمو جاج اخستلے شوے ، 9 وزارتونو او 78 محکمو باندې كار روان دے،تر 30 ستمبر 54 زره خالي چوكۍ ختمي كړې شوي،د هغې د كال امپکيټ 56 اربه روپۍ دے،كه داسې نه وه شوي نو د هغې خرڅونه به راروان كال بجټ كښې شاملول وو، ده ووئېل نارکوټکس کنټرول د كورنيو چارو وزارت كښې ضم كړے شوے،د کشمير او رياستونو او سرحدي چاري وزارت ضم كړے شوي،هوابازۍ او د دفاع وزارت ضم کړې شوي،کيډ،پي ډبليو ډي او يوټيليټي کارپوريشن بند کړے شوي، دغسې دپاسکو ختمولو عمل روان دے، په دې ټول عمل كښې د ځپلے شوو ملازمانو پيکيجز، د ضروري قانوني او ادائيګو ذمه واري پوره كړې كيږي۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل ټيکسيشن او د ډيجيټل پاکستان اقدام له وزيراعظم هره اوونۍ كښې غونډه كوي، کيش ليس معيشت مخ په وړاندې بوځو او په دې كښې بينکس او د ادائيګيو پليټ فارمز په زړه پورې كردار ترسره كوي، حکومت د راروان مالي كال تر آخر د ډيجيټل پاکستان او کيش ليش معيشت لپاره اهداف ټاكلي دي۔

مزید خبریں