د بحران حل كولو په هلو ځلو كښې د سوډان د سلامتيا او دفاع كونسل د سعودي ولي عهد او امريكائي صدر مننه وكړه

خرطوم 26 نومبر (اے پي پي) د سوډان د سلامتيا او دفاع كونسل د بحران حل كولو په هلو ځلو كښې د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان او د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ مننه كړهې ۔ د العربيه له مخې د كونسل غونډه د وسله والو ځواكونو مشر جنرل عبدالفتاح البرهان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې كونسل اړوند ادارو ته امر وكړٶ چې ھغه د صدر ټرمپ …

خرطوم 26 نومبر (اے پي پي) د سوډان د سلامتيا او دفاع كونسل د بحران حل كولو په هلو ځلو كښې د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان او د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ مننه كړهې ۔ د العربيه له مخې د كونسل غونډه د وسله والو ځواكونو مشر جنرل عبدالفتاح البرهان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې كونسل اړوند ادارو ته امر وكړٶ چې ھغه د صدر ټرمپ عرب او افريقائي چارو لپاره سلاحكار مسعد بولس لخوا د جنګ بندۍ د وړاندې كړي تجويز رسمي ځواب وركړي٬ كونسل په تېرو موقعو كښې د ملګرو ملتونو او نورو اړوندو ادارو لخوا په وړاندې كړي د سوډان په حكومتي پاليسۍ قائم پاتې كېدو لپاره د عزم پخلے وكړو٬ كونسل دا هم باور وركړٶ چې حكومت د بشري مرستې د رسنې٬ د لارو پرانستلو٬ د مرستې كاركنانو تحفظ او پولئيزې لارې او هوائي مېدانونه د پرانستي ساتلو پابند دے۔