ويتنام،د بارانونو او سېلاب له امله د مړو شميره 98 ته ورسيده، د 570 مليونه ډالره زيان

هنوئي 26 نومبر (اے پي پي) د ويتنام مينځنۍ سيمه كښې د بارانونو او سېلاب له امله د مړو شميره 98 ته رسيدلې ده ٬ دغسې 10 كسان تر اوسه بے دركه دي۔ شنهوا له مخې د ويتنام ډيزاسټر اينډ ډائك مينجمنټ اتھارټي د شورو په ورځ جاري شوي بيان كښې ووئيل بارانونو او د سېلاب له امله 2 زره څخه زياتو كورونو ته زيان رسيدلے دغسې 426 كورونه په …

هنوئي 26 نومبر (اے پي پي) د ويتنام مينځنۍ سيمه كښې د بارانونو او سېلاب له امله د مړو شميره 98 ته رسيدلې ده ٬ دغسې 10 كسان تر اوسه بے دركه دي۔ شنهوا له مخې د ويتنام ډيزاسټر اينډ ډائك مينجمنټ اتھارټي د شورو په ورځ جاري شوي بيان كښې ووئيل بارانونو او د سېلاب له امله 2 زره څخه زياتو كورونو ته زيان رسيدلے دغسې 426 كورونه په بشپړه توګه پريوتي دي۔سيلابي اوبو په 51,800 هيکټره زمكه ولاړو فصلونو ته زيان رسولے٬ دغسې 920,800 څخه زيات څاروي او چرګان مړه يا سيلابي اوبو كښې لاهو شوي دي ۔اتھارټي له مخې اقتصادي زيان د يوې اندازې له مخې نزدېً 570 مليونه ډالره څخه زيات شوے دے ۔