د پاک بحریه اینټي شپ بیلسټک میزائل کامیابه تجربه

اسلام آباد۔25نومبر (اے پي پي) پاک بحریه په مقامي توګه د جوړ کړي بحري جهاز نه د اینټي شپ بیلسټک میزائل کامیابه تجربه وكړه ۔ میزائل ډېر په سمه طريقه سمندري او زمكيز اهداف په نخښه كولو صلاحیت لري ۔ دا نظام د جدید ترین ګائیډنس نه لیس دے او په دې كښې د تګ راتګ خصوصیات موجود دي ۔ د پاک بحریه وياند تر مخه چیف آف دی نیول …

اسلام آباد۔25نومبر (اے پي پي) پاک بحریه په مقامي توګه د جوړ کړي بحري جهاز نه د اینټي شپ بیلسټک میزائل کامیابه تجربه وكړه ۔ میزائل ډېر په سمه طريقه سمندري او زمكيز اهداف په نخښه كولو صلاحیت لري ۔ دا نظام د جدید ترین ګائیډنس نه لیس دے او په دې كښې د تګ راتګ خصوصیات موجود دي ۔ د پاک بحریه وياند تر مخه چیف آف دی نیول سټاف د سینئر سائنسمدارو او د انجینئرز سره د فلائټ ټیسټ مشاهدہ وكړه ۔ دا کامیابه تجربه د پاکستان تکنیکي پوھې اود قامي مفادات تحفظ لپاره د پاک بحريه د غیر متزلزل عزم ثبوت دے۔ صدر، وزیراعظم، چیئرمین جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټي او سروسز چیفس د دې سنګ میل په کامیابۍ كښې د برخې اغستونكو یونټس او سائنسمدارو له مبارکبي وركړې ده۔

مزید خبریں