د جناح ميډيكل كمپليكس او دانش پوهنتون منصوبو په ترسره كولو كښې دې سپېځلتيا باوري كړے شي٬په پرمختيائي عمل كښې دې عصري ټيكنالوجي وكارولې شي : وزیراعظم شهباز شریف

اسلام آباد۔25 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په وفاقي پلازمينه كښې د جناح ميډيكل كمپليكس او دانش پوهنتون منصوبو په ترسره كولو كښې د سپېځلتيا باوري كولو امر سره وئيلي دي تعميراتي كار لپاره دې د غوره معياري كمپنيو خذمات ترلاسه كړې شي٬ ادائیګی دې تھرډ پارټۍ څخه له تصديق وروستو وكړې شي٬ ځپليو ته د معاوضې په ادا كولو كښې دې چا سره زياتې ونكړې شي دغسې چې …

اسلام آباد۔25 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په وفاقي پلازمينه كښې د جناح ميډيكل كمپليكس او دانش پوهنتون منصوبو په ترسره كولو كښې د سپېځلتيا باوري كولو امر سره وئيلي دي تعميراتي كار لپاره دې د غوره معياري كمپنيو خذمات ترلاسه كړې شي٬ ادائیګی دې تھرډ پارټۍ څخه له تصديق وروستو وكړې شي٬ ځپليو ته د معاوضې په ادا كولو كښې دې چا سره زياتې ونكړې شي دغسې چې كوم حقدار محروم پاتےې نه شي او كوم غېر مستحق ګټه پورته نه كړي٬ په دې بايد كوم سياست ونه كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د جناح ميډيكل كمپلېكس او دانش پوهنتون دورې په موقع خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د دفاع وزير خواجه آصف ٬ د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاری، د پټروليم وفاقي وزير علی پروېز ملک او د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ هم موجود وؤ۔ وزیراعظم ته د دواړو منصوبو تعمير په اړه د اړوندو چارو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم ووئيل تعميراتي كار لپاره دې د غوره معياري كمپنيو خذمات ترلاسه كړې شي٬ دې لپاره بايد پري کوالیفکېشن وي٬ ادائیګی دې له تھرډ پارټۍ تصدیق څخه وروستو وكړې شي٬ كومو خلكو څخه چې زمكې واخستلې شي هغوي سره دې د ادائيګۍ په مهال زياتې ونه كړې شي۔ ګوګل څخه دې هم د دې مېپنګ وكړے شي دغسې چې كوم حقدار محروم پاتې نه شي او غېر مستحق ګټه پورته نه كړي۔ ده ووئيل په دې بايد كوم سياست ونه كړے شي۔ ټول عمل دې په سپېځلي او عادلانه ډول بشپړ كړے شي۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې د پاور ډويژن او پټروليم وفاقي وزيرانو په نګرانۍ كښې دې دا منصوبه ترسره كړې شي او هغوي دې په ذاتي توګه د دې نګراني وكړي۔ وزیراعظم ووئيل د جناح میډیکل کمپلېکس او دانش پوهنتون منېجمنټ پشمول دې ټولې چارې ډیجیټائز وي او د دې نظام بايد پېپر لېس او فیس لېس وي۔ ده ووئيل په پرمختيائي عمل كښې دې عصري ټېكنالوجي وكارولې شي۔ دې څخه وړاندې د سي ډي اے چيئرمېن وزيراعظم ته بريفنګ كښې ووئيل د پوهانو مشاورت سره پي سي ون جوړ كړے شوے ۔ اېچ 16 سېکټر انسټیټیوشنل سېکټر دے ٬ سرینګر هائی وے سره په دې سېكټر كښی د جناح میډیکل کمپلېکس او دانش پوهنتون دوه لويې منصوبې بشپرولې شي۔ جناح میډیکل کمپلېکس لپاره 600 کناله او دانش پوهنتون لپاره 800 کناله زمكه بېله كړې شوې ۔ دې سره سره كمرشل سېكټر لپاره 200 كناله زمكه بېله كړې شوې ۔ دغسې د اسلام آباد ماډرن زندان منصوبه هم دلته بشپړولې شي۔ ده ووئيل سرینګر هائی وے انټرچېنج په جوړولو اېن اېچ اے كار كوي ٬ د اوبو رسنې له هم كار پېل كړے شوے۔ دوو مياشتو كښې به دا كار بشپړ كړے شي۔(اے پي پي وا ض ض ١٩٤٠)

مزید خبریں