اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره نوو ټاكلے شوو د قامي اسمبلۍ غړو بابر نواز، بلال فاروق تارړ ، بلال بدر، راجه دانيال، حافظ نعمان ، چوهدري طفيل جټ او محمود قادر ملاقات کړے دے ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم نوو ټاكلے شوو د قامي اسمبلۍ غړو له ضمني ټاكنو كښې په کاميابۍ مبارکي وركولو او …
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره نوو ټاكلے شوو د قامي اسمبلۍ غړو بابر نواز، بلال فاروق تارړ، بلال بدر، راجه دانيال، حافظ نعمان ، چوهدري طفيل جټ او د محمود قادر ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره نوو ټاكلے شوو د قامي اسمبلۍ غړو بابر نواز، بلال فاروق تارړ ، بلال بدر، راجه دانيال، حافظ نعمان ، چوهدري طفيل جټ او محمود قادر ملاقات کړے دے ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم نوو ټاكلے شوو د قامي اسمبلۍ غړو له ضمني ټاكنو كښې په کاميابۍ مبارکي وركولو او هغوي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د مسلم ليګ (ن) كانديدانو ضمني ټاكنو كښې کاميابي د قائد مياں محمد نواز شريف وژن، د هغه ځانګړې قيادت او د ګوند غړو د محنت په سوب ترلاسه كړې۔دا کاميابي د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز د صوبې اولس سوكالۍ او پرمختګ لپارهد محنت د اولس په هغې د باور عكاسي كوي۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې نوي غړي به د خپلي سيمي وګړو ښېګړې لپاره په زړه پورې كار وكړي۔د پاکستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره د اولس ښېګړې لپاره قانون سازۍ كښې به ګډون وكړي او خپل كردار به ترسره كړي۔ ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ،د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس خان لغاري هم موجود وو۔











