د جوائنټ چيفس آف سټاف كميټۍ چيئرمين جنرل ساحر شمشاد مرزا فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره الوداعي ملاقات

پينډۍ 25 نومبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمين جنرل ساحر شمشاد مرزا د نهې په ورځ جنرل هيډكوارټرز (جي ايچ كيو)كښې د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره الوداعي ملاقات كړې چې پكښې سرلښكر د جنرل ساحر شمشاد مرزا مثالي قيادت، سټرټيجكي وژن او پاك پوځ لپاره د هغه مخلصانه خدمات وستائل۔د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر درې اړخيزه پوځ …

پينډۍ 25 نومبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمين جنرل ساحر شمشاد مرزا د نهې په ورځ جنرل هيډكوارټرز (جي ايچ كيو)كښې د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره الوداعي ملاقات كړې چې پكښې سرلښكر د جنرل ساحر شمشاد مرزا مثالي قيادت، سټرټيجكي وژن او پاك پوځ لپاره د هغه مخلصانه خدمات وستائل۔د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر درې اړخيزه پوځ (ټرائي سروسز) ترمينځه همغږي قوي كولو، شريك آپريشنل تياري ښه كولو او قومي سلامتيا سټرټيجكي اهداف وده كښې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمين مهم كردار وستائلو۔سرلښكر سيمه كښې استحكام، عسكري سفارت كاري او ملګرو هېوادونو سره د پاكستان اړيكو قوي كولو لپاره د جنرل ساحر شمشاد مرزا هڅې هم وستائلي۔جنرل ساحر شمشاد مرزا د خپل كيريئر په مهال په مرسته او اعتماد د سرلښكر او پاك پوځ مننه وكړه۔دې څخه وړاندې جي ايچ كيو ته په راتګ جوائنټ چيفس آف سټاف كمېتۍ چيئرمېن د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو او پاك پوځ يوې چټك ډلي هغه ته سلامي وكړه۔

مزید خبریں