اسلام آباد۔25نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د جي-11 محکمې په ودانۍ د ځانمرګي برید جوړښت د افغانستان سره تعلق لري، د كالعدم تحريك طالبان پاكستان مشر خارجي نور ولي محسود په اسلام آباد کې د لویې ویجاړۍ منصوبه جوړه كړې وه ٬ له بريد څخه وروستو امنيتي ادارو بشپړه كارورائي ټرېس كولو سره شبكه بې نقابه كړه٬ انټیلی جنس بېورو او کاونټر …
د جي-11 محکمې په ودانۍ د ځانمرګي برید جوړښت افغانستان سره تعلق لري ، خارجي نور ولي محسود په اسلام آباد کې د لویې ویجاړۍ منصوبه لرله٬ امنیتي ادارو دا شبکه بې نقابه کړه: د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد۔25نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د جي-11 محکمې په ودانۍ د ځانمرګي برید جوړښت د افغانستان سره تعلق لري، د كالعدم تحريك طالبان پاكستان مشر خارجي نور ولي محسود په اسلام آباد کې د لویې ویجاړۍ منصوبه جوړه كړې وه ٬ له بريد څخه وروستو امنيتي ادارو بشپړه كارورائي ټرېس كولو سره شبكه بې نقابه كړه٬ انټیلی جنس بېورو او کاونټر ټېررازم ډیپارټمنټ (سي ټي ډي) په ګډه كارروائي كولو سره په ځانمرګې بريد كښې ككړ څلور ترهګر ونيول۔ د نهې په ورځ دلته په پي ټي وي هيډكوارټر كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل جی الېون اسلام آباد كښې په 11م نومبر د ترسره شوي ځانمرګي بريد په پلټنو كښې مهم پېشرفت شوے دے۔ د دې پېښې محركات ٬ په دې كښې د شاملو عناصرو ٬ منصوبه بندي كوؤنكو او اړوند تنظيم په اړه حقائق قام ته وړاندې كول ضروري دي۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل امنيتي انتظامات ښه وو له دې كبله ترهګر كوم هائي سكيور ځايې ته ونه رسېدل او د اسلام آباد په خواوشا كښې چې يۍ كوم ځاے وموندلو هغه يۍ په نخښه كړو۔ ده ووئيل انټېلی جنس بېورو او سي ټي ډي د ځانمرګې بريد په 48 ساعته كښې دننه څلور ملزمان په زيات مهارت سره ونيول۔ دا آپرېشن د دواړو ادارو يو ګډ اقدام ؤ۔ د ده وېنا وه چې په بريد كښې ككړ عناصر كښې تر ټولو وړاندې ساجد عرف شينا ونيولے شو۔ دغې څخه وروستو کامران خان، اېم زالي او شاہ منیر هم ونيولے شول۔ ده ووئيل ساجد ځانمرګے بريد كوؤنكے راوستے ؤ۔ په كال 2023ء كښې د ده ملاقات داد نومې کمانډر سره شوے ؤ د چا په ذريعه چې د دې بريد بشپره منصوبه بندي د فتنة الخوارج ټي ټي پي مشر نور اے محسود وكړه۔ ده ووئيل ساجد په 2024ء كښې هم جلال آباد ته تللے ؤ چرته چې هغه د داد سره د كاروائۍ منصوبه جوړوله،هغه په راستنيدو دوه ترهه ګر محمد زالي او کامران خان هائر کړل ، اګست 2025ء كښې ساجد عرف شینا او زالي په يو ځائے د داد سره ملاقات لپاره افغانستان ته لاړل او د فتنه الخوارج ترهه ګر عرف ابو حمزہ سره شیګل ولسوالۍ كښې يې ملاقات وكړو او هلته ئې شپه تيره كړه،هلته څخه کابل ته ورسيدل او د داد سره يې ملاقات وكړو، داد هغه ته د نور ولی محسود احکامات ورورسول چې پينډۍ اسلام آباد کښې چاؤدنه كول دي،هغوي په كابل كښې ټول پلاننګ كړے ؤ ،د هغوي هدف پينډۍ او اسلام آباد كښې لويه تخریبی کارروائی کول وه۔د اطلاعات او خپرونو وزیر ووئيل ساجد عرف شینا پاکستان ته د راتللو سره د ځانمرګي بريد كونكے عثمان شنواري سره ملاقات وکړو كوم چې د ننګر هار افغانستان استوګڼ دے او هغه له ساجد ځانمرګې جيكټ او نور مواد وركړل، ساجد عرف شینا او عثمان شنواري په ګډه بېل ځايونه كتل،هغوي لوي زيان غوښتلو، هغوي كوم مين ټارګت هټ نه كړے شو او په سړك ئې چاؤدنه وكړه،هغوې خپل هدف ته نه وؤ رسيدلې چرته چې هغوي لوئ زيان غوښتلو ،دغسې د لويې څښتن په فضل و کرم سره هېواد د غټې پېښې څخه محفوظ پاتي شو، ده ووئېل د پېښې 48 ساعته كښې دننه سي ټي ډي او انټیلی جنس بیورو څلور واړه ملزمان نيولي دي۔د اطلاعات وفاقي وزیر ووئيل په دې كښې هيڅ شك نشته چې څومره هم كسان په دې پېښه كښې ككړ دي د هغوي ټولو ناسته پاسته د افغانستان څخه ده ، داد هم په افغانستان كښې دے،د پېښې مرکزی کردار ساجد عرف شینا د تحریك طالبان افغانستان غړے ؤ،هغه د افغانستان ګڼ شمير دورې كړي او د جی الیون ځانمرګې چاؤدنې پلاننګ يې هم كړے ۔ پرېس کانفرنس په مهال د ساجد عرف شینا اعترافی بیان هم ميډيا ته وښودلے شو چې پكښې هغه وئيلي دي چې 2016ء كښې د افغانستان کنړ ولايت كښې زما ملاقات د امارت اسلامیه کمانډر ابو حمزہ سره شوے ؤ چرته چې زه يوه مياشت پاتې شوے ووم او هلته ما تربيه ترلاسه كړي ده٬ دغې نه پس پاكستان ته راغلے ووم،هغه ووئيل كال 2023ء كښې زه بيا افغانستان ته تللے ووم او د ابو حمزہ په ډيره كښې پاتې شوے ووم چرته چې زما د تحریك طالبان کمانډر داد سره ملاقات وشو او هغه زه په خپل بیعت مجبور کړے ووم۔ اعترافی بیان كښې نور انکشاف وشو چې 6 مياشتي وړاندې داد بيا رابطه كولو سره ساجد ته افغانستان ته د راتللو سپارښتنه كړې وه او وئيلي ئې وو چې يو ملګرے محمد زالي هم ځان سره راوله۔هلته داد اللہ سره ما په يو هوټل كښې ډوډۍ خوړلو نه پس ووئيل ځانمرګي بريد كونكې ته جیکټ ورسول دي،يوه شپه پاتې كيدو نه پس پاكستان ته راغلم او هغوي سره پرله پسې رابطه كښې ووم۔ ساجد بیان كښې ووئيل څو ورځې پس سپارښتنه ترلاسه شوه چې يو د قبرستان څخه ځانمرګې جیکټ واخله، پېښور ته رسيدلو سره په يو قبر د تور او سپينو كاڼو نشاندهی وشوه چرته څخه چې جیکټ د ګوړې په بورۍ كښې اسلام ته راوړلے شو ۔ دغسې اسلام آباد كښې بيا ما جيكټ د يوې نالۍ سره نزدې ښخ كړو او دغې نه پس زه د شاہ منیر خوا له لاړم او جيكټ مي هغه ته وسپارلو چا چې په خپل دكان كښې محفوظ کړو۔بیان له مخې دې نه پس هغه ته ووئيل شول چې افغانستان څخه عثمان نومي كس به دوه يا درېو ورځو كښې راځي، عثمان چې پاکستان ته راورسيد نو د هغه عكس يې راوليږو د كوم په بنياد چې د هغه شناخت وشو او هغه مو راوستلو۔ عثمان دوه ورځي هغه كور كښې د ميلمه په حيث پاتي كړو،بيا ئې هغه د شاہ منیر خوا له بوتللو چرته چې هغه نوري څو ورځې پاتې شو،دې نه پس محمد زالی هغه له اوسيدو لپاره يوه كوټه په كرايه واغستله۔ اعترافی بیان كښې وئيلي شوي چې څه موده پس ساجد اے عثمان ته د خپل رهائش جلا انتظام کولو سپارښتنه وكړه ۔د جمعې په ورځ محمد زالی ووئيل زه جی الیون کچهری ته ځم چرته چې پولیس اهلکار زیات وي۔د نهې په سهار لس بجې ساجد د شاہ منیر څخه جیکټ ترلاسه كړو او محمد زالي سره يې په ګډه عثمان ته ځانمرګے جيكټ واچولو،په دې موقع قاري عثمان دعا وكړه۔دې نه پس بريد كونكے په بائیکیا د جی الیون کچهری ته لاړو او د ورځې په يوه بجه اطلاع ترلاسه شوه چې هغه خپل ځان والوزولو۔ وفاقی وزیر ووئيل ساجد عرف شینا د افغانستان سره تعلق لري ، افغانستان څخه د ځانمرګې بريد كونكې د راوستلو ،هلته د ټریننګ او نورو چارو اعتراف کړے،دا كوټلي شواهد دي چې ا ځانمرګي چاؤدنه ټي ټي اے او ټي ټي پي په ګډه كړې او ځانمرګې بريد كونكے د افغانستان استوګڼ دے، نور كسان هم په ځانمرګي چاؤډنه كښې ككړ وؤ۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل زمونږ وسله وال ځواكونه هره ورځ قربانۍ وركوي،د خپلو وګړو حفاظت لپاره د ترهه ګرو سره جنګيږي۔ده ووئيل ځانمرګي چاؤدني سره اسلام آباد كښې دننه د لوي زيان هڅه شوې۔ ده ووئيل په دې كښې هيڅ شك نشته چې په دې پېښه كښې ټول شواهد د افغانستان څخه ترلاسه شوې۔ده ووئيل زمونږ سکیورټی ایجنسۍ، قانون نافذ کوونكې ادارې او پاك پوځ په بشپړه ډول متحرك دي ، انشاء اللہ ترهه ګري به ختمولې شي او ترهه ګر به انجام ته رسولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د ځانمرګې چاؤدنې په 48 ساعتو كښې انټیلی جنس بیورو او سي ټي ډي ته لويه كاميابي ترلاسه شوې ۔ده ووئيل وزیراعظم محمد شهباز شریف د وګړو تحفظ ته خاص پام لرنه كوي، فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ كښې وسله وال ځواكونه هم متحرك دي، وزیراعظم د انټیلی جنس بیورو او سي ټي ډي دا لويه کامیابی ستائېلي ده۔ د خبريالانو د پوښتنو ځواب وركولو سره وفاقی وزیر ووئيل خوارج هائی ویلیو ټارګټ ته نه دې رسيدلې، د زيات امنيت په وجه هغه په سړك ځان والوزولو،د ټولو ملزمانو نيول لويه كاميابي ده،دې سره به د نورو پېښو مخنيوي له مرسته تر لاسه شي۔ده ووئيل څوك چې په خپلو كورونو كښې چا له پناه وركوي، هغوې لوئ قصور وار دي،د دغسې ماحول مخنيوي ته اړتيا ده۔د يوې پوښتنې په ځواب وفاقی وزیر ووئيل خوارج نور ولی محسود خپل کمانډر داد (ا) د افغانستان څخه دا ټارګيټ وركړے ؤ ، داد د باجوړ استوګڼ دے او افغانستان كښې مېشته دے، هغه به د ساجد عرف شینا او زالي سره ملاقاتونه كول۔(اے پي پي ص ف وا ض ض ١٧٤٢)











