ملګري ملتونه ۔25 نومبر(اے پی پی) چین وئيلي دي په غزه كښې جنګ بندۍ ته تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كولې شي۔ د شنهوا له مخې په ملګرو ملتونو كښې د چين مستقل استازي فو كونګ ووئيل په غزه كښې مستقل او بشپړه جنګ بندي بايد دا مهال د نړيوالې ورورلۍ تر ټولو لومړۍ ترجيح وي۔ د سلامتي كونسل په غونډه كښې خپلو خبرو كښې ده ووئيل چین په غزه كښې …
په غزه كښې تلپاتې جنګ بندۍ ته تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كولې شي : چين

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔25 نومبر(اے پی پی) چین وئيلي دي په غزه كښې جنګ بندۍ ته تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كولې شي۔ د شنهوا له مخې په ملګرو ملتونو كښې د چين مستقل استازي فو كونګ ووئيل په غزه كښې مستقل او بشپړه جنګ بندي بايد دا مهال د نړيوالې ورورلۍ تر ټولو لومړۍ ترجيح وي۔ د سلامتي كونسل په غونډه كښې خپلو خبرو كښې ده ووئيل چین په غزه كښې د جنګ بندۍ د اولني پړاؤ هركلے كوي خو د فلسطین او اسرائیل ترمينځه حقيقي امن لا لرې ښكاري٬ وګړي تر دې دمه ستونزو سره مخ دي۔ ده اندېښنه ښكاره كړه چې د جنګ بندۍ باوجود پېښی كمې نه شوې۔ ده ادعا وكړه چې اسرائيل د جنګ بندۍ 400 څخه زياتې خلاف ورزۍ كړې دي چې په نتيجه كښې يۍ 300 څخه زيات وګړي په حق رسېدلې دي۔ چينائي استازي د غزه په ناوړه شوي بشري صورتحال سخته اندېښنه ښكاره كړه۔ هغه غوښتنه وكړه چې اسرائيل دې د نړيوال بشري قانون له مخې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي٬ ټولې لارې دې پرانيزي ٬ د مرستې سامان په رسولو لګولې شوي بندېزونه دې لرې كړي او د ملګرو ملتونو د مرستې ايجسنو ته دې د كار كولو اجازه وركړي۔ فو کونګ ووئيل د غزه د سباؤن په انتظامات كښې دې په دې اصول عمل وكړے شي چې په فلطسين دې حكومت د فلسطينيانو وي او د هغوي د هيلو او خوښې دې احترام وكړے شي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې دوه رياستي حل لپاره دې هڅې ګړندۍ كړې شي۔ ده ووئيل چين د فلسطيني اولس د جائز ملي حقونو بحالۍ له د عادلانه ستړو تل ملاتړ كړے دے او د فلسطين مسئلې بشپړ ٬ عادلانه او تلپاتي حل لپاره به خپل كردار روان ساتي











