وفاقي وزير محسن نقوي سره د سعودي خپل هم منصب شهزاده عبدالعزيز بن سعود بن نائف ملاقات

رياض 25 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د سعودي عرب خپلي دورې په مهال د سعودي د كورنيو چارو وزير شهزاده عبدالعزيز بن سعود بن نائف سره مهم ملاقات كړے چې پكښې په دوه اړخيزه امنيتي مرسته لا زياتولو، پوليس او د پيرا ملټري فورسز ترمينځه د ټريننګ ايكسچينج پروګرام او د سيمه ايزي سلامتيا په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ملاقات كښې د …

رياض 25 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د سعودي عرب خپلي دورې په مهال د سعودي د كورنيو چارو وزير شهزاده عبدالعزيز بن سعود بن نائف سره مهم ملاقات كړے چې پكښې په دوه اړخيزه امنيتي مرسته لا زياتولو، پوليس او د پيرا ملټري فورسز ترمينځه د ټريننګ ايكسچينج پروګرام او د سيمه ايزي سلامتيا په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ملاقات كښې د برما (روهنګيا) مسلمانانو د ليګل اسټيټس پخوانۍ مسئلې په حل كولو هم خبرې وشوې۔د سعودي د كورنيو چارو وزير دا مهمه انساني مسئله رامخې ته كولو او د دې حل لپاره په هڅو د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مننه وكړه۔په دې موقع د سعودي د كورنيو چارو وزير په فيډرل كانسټيبلري هيډ كوارټر بريد كښې د شهيدو شوو اهلكارو كورنيو سره غمرازي وكړه۔د دواړو هېوادونو ترمينځه د كورنيو چارو وزارت وركنګ ګروپ غونډه په راروانه مياشت كښې د كولو پريكړه هم وشوه۔محسن نقوي ووئيل سعودي عرب د هر پاكستاني دويم كور دے او مونږ د سعودي عرب سره پخپلو پخوانو،قوي اړيكو وياړ لرو۔ملاقات كښې د كورنيو چارو وفاقي سيكرټري محمد خرم آغا، د پاكستان سفير احمد فاروق، كمانډنټ فيډرل كانسټيبلري نذير ګاړا، كمانډنټ نيشنل پوليس اكيډمي محمد ادرېس او د سعودي د كورنيو چارو وزارت اعليٰ چارواكي هم موجود وو۔

مزید خبریں