ځوانان د هيواد اصل سرمايه ده ٬ د چا پرواز چې محدود نه تر ټولو اوچت دے ۔ د وفاقي وزيرِ پروفيسر احسن اقبال دستوري ته وينا

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي د پاكستان ځوانان بازان دي ٬ د كومو پرواز چې محدود نه بلكه زيات اوچت دے،دغه ځوانان د هېواد اصل سرمايه ده۔اړان پاكستان مباحثه 2025 دستوري ته وينا كښې ده ووئيل دا مباحثه هېواد كښې د نوي فكري قيادت پيدا كولو مهم پليټ فارم دے۔ پروفيسر احسن اقبال ووئيل …

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي د پاكستان ځوانان بازان دي ٬ د كومو پرواز چې محدود نه بلكه زيات اوچت دے،دغه ځوانان د هېواد اصل سرمايه ده۔اړان پاكستان مباحثه 2025 دستوري ته وينا كښې ده ووئيل دا مباحثه هېواد كښې د نوي فكري قيادت پيدا كولو مهم پليټ فارم دے۔ پروفيسر احسن اقبال ووئيل مونږ د يوې نوې فكري او اخلاقي بيدارۍ بنياد اېښودے ، د نن دستوره كښې د پاكستان د ټولو سيمو نمائندګي د دې خبري ثبوت دے چې ځوانان يو روښانه سباؤن جوړولو كښې بشپړ كردار ترسره كولو له لوظي دي۔وفاقي وزير ووئيل څه ډول چې قام په تير وخت كښې په معركهٔ حق كښې دښمن له ماتې وركړه دغسې د ترقۍ په معركهٔ كښې كاميابي ترلاسه كولې شي۔ پروفيسر احسن اقبال ووئيل كامياب قامونه امن، استحكام، د پاليسو تسلسل او پرله پسې اصلاحات د لارې پرمختګګ كوي،مونږ ځوانانو له هغه علم وركوو كوم چې هغوې كښې تخليقي صلاحيتونه پيدا كړي او د نوي ټيكنالوجيز دور تقاضو له مخې نالج ليډر جوړ كړي، ده ووئېل ځوانان د علم او د تخليق پرواز سره تر ستورو رسول زمونږ مقصد دے۔د منصوبه بندۍ وزير ووئيل اړان پاكستان په اصل كښې د هغه نيمګړي خوب تسلسل دے كوم چې وژن 2025 ترمخه ليدلے شوے ؤ۔ده ووئيل د پاكستان سټاك ايكسچينج، آئي ټي سيكټر، برآمدات او بهرني ترسيلات پشمول ټولو څانګو كښې ريكارډ پرمختګ شوے، پاكستان اوس د تاريخ ’’څلورم اړان‘‘ لپاره چمتو دے،دې پرواز لپاره به جامع ، د پريكړې وړ او اوچتوالي لپاره ټولو طبقو له په ګډه كار كول وي۔

مزید خبریں