د پاكستان اصل بنياد په وړو ښارونو او پسمانده سيمو كښې دے۔يوسف رضا ګېلاني

ملتان 24 نومبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي چې د پاكستان اصل بنياد په وړو ښارونو او پسمانده سيمو كښې دے٬د سوئېلي پنجاب پشمول د ټول هېواد د پسمانده او د وړو سيمو رغونې او پرمختګ كښې به خپل هر ممكن كردار دغسې ادا كوم۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د شخصي ايئر لائن د پېل دستورې ته د خاص مېلما …

ملتان 24 نومبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي چې د پاكستان اصل بنياد په وړو ښارونو او پسمانده سيمو كښې دے٬د سوئېلي پنجاب پشمول د ټول هېواد د پسمانده او د وړو سيمو رغونې او پرمختګ كښې به خپل هر ممكن كردار دغسې ادا كوم۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د شخصي ايئر لائن د پېل دستورې ته د خاص مېلما په حېث وكړه۔ده ووئيل دا زما لپاره د خوشحالۍ او درناوي خبره ده چې نن زه د شخصي ايئر لائن په پېل او انعام دلته موجود يم۔زه د ايئر لائن د ټول قيادت مننه كوم چا چې دې ګټوره دستوره كښې راوبللم۔ده ووئيل د نن دا دستوره د يو نوې ايئر لائن پیل نه دې بلكې پاكستان كښې د سيمه ايزو رابطو معاشي شموليت او د ښه سفري آسانيو پلو مهم پېشرفت دے۔ده وئيل د وړو ښارونو او لرو سيمو ته ښه رسنه د پاكستان زوړ ضرورت و او زه خوشحاله يم چې د نجي ايئر لائن دا منصوبه به د دې تشې ډكولو لپاره يو كوټلې ګام ثابت شي۔ده ووئيل زما سياسي سفر كښې هغه كه د پارليمان د غړي په حېث وي٬د قامي اسمبلۍ سپيكر٬وزيراعظم يا د سينيټ چيئرمېن په توګه يوه خبره ما عمر له محسوس كړی چې د پاكستان اصل بنياد په وړو ښارونو او پسمانده سيمو كښې دے۔د سوئېلي پنجاب د اندروني سندھ بلوچستان او د خېبرپښتونخوا هغه سيمې چې د كلونو نه د پرمختګ په تمه دي٬نن د دې ايئر لائن منصوبې څخه به د هېواد د پرمختګ په مركزي چوكاټ كښې شامل شي۔ساؤتھ ايئر به دا عمل لا مضبوط كړي او اولس به كاروبار٬تعليم٬صحت او تر خذمات رسنې له په غوره قامي يو والي كښې خپل كردار ادا كړي۔ده ووئيل زه د ملتان پشمول د سوئېلي پنجاب ټولو خلكو له باور وركوم چې ستاسو پرمختګ خوشحالۍ او ښېګړی لپاره به زما هڅې روانې وي٬د دې زه خلكو عمر له ما له مينه او باور راكړې٬زه غواړم چې د سوئېلي پنجاب پرمختګ٬روزګار او موقعې په يو نوې دور كښې داخلې شي۔په دې مهال د كشمير چارو وفاقي وزير رانا قاسم نون٬پخوانۍ سينيټر ثناﺀ جمالي٬د قامي اسمبلۍ عامر ډوګر او د ملتان چيمبر آف كامرس صدر بختاور تنوير پشمول سياسي او كاروباري شخصيات موجود و۔

مزید خبریں