اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفي کمال په انقره كښې د تركيه د هلال احمر صدر سره ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې د صحت او انساني خېرښګرې په مهمو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په قوي كولو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې په خاص توګه د وينې خدمات په …
د صحت وفاقي وزير سيد مصطفي کمال په انقره كښې د ترکيه هلالِ احمر صدر سره وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفي کمال په انقره كښې د تركيه د هلال احمر صدر سره ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې د صحت او انساني خېرښګرې په مهمو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په قوي كولو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې په خاص توګه د وينې خدمات په څانګه كښې په همكارۍ زور راوړلے شو چې پكښې جديد بلډ بينک مينجمنټ سسټمز، حفاظتي معيارات او د كار استعداد زياتولو هڅې شاملې دي۔ په دې موقع مصطفيٰ کمال ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ مضبوطې اړيكې موجود دي٬ په دې موقع د هيلتھ انشورنس سسټمز په مېدان كښې د تجربو د تبادلې په امكانات هم خبرې وشوې چې پكښې بهترين نړيوال طريقه کار، پاليسي ډيزائن او سروس ډيليوري ماډلز ته خاص پام لرنه شامل وه٬ د شريکې تربيې په پروګرامونو، تکنيکي تبادلو ته ودې وركولو٬ مضبوط٬ جامع او د صحت په نظامونو كښې د تل پاتې پرمختګ لپاره د شريكې مرستې په قوي كولو هم اتفاق وكړے شو۔











