د ميرمنو احترام ، حقونو او تحفظ باوري كول قامي فريضه او اخلاقي ذمه واري ده۔ د سيد يوسف رضا ګيلاني په ميرمنو د تشدد خاتمې نړيوالي ورځ په موقع پيغام

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په ميرمنو د هر ډول تشدد خاتمې لپاره د پاکستان د كلك عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د ميرمنو احترام ، حقونو او تحفظ باوري كول قامي فريضه او اخلاقي ذمه واري ده۔ده دا پيغام په ميرمنو د تشدد خاتمې نړيوالي ورځ په موقع وركړے كومه چې په ټوله نړۍ كښې په 25 نومبر لمانځلې …

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په ميرمنو د هر ډول تشدد خاتمې لپاره د پاکستان د كلك عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د ميرمنو احترام ، حقونو او تحفظ باوري كول قامي فريضه او اخلاقي ذمه واري ده۔ده دا پيغام په ميرمنو د تشدد خاتمې نړيوالي ورځ په موقع وركړے كومه چې په ټوله نړۍ كښې په 25 نومبر لمانځلې كيږي۔د سېنېټ چيئرمېن يوسف ګيلاني ووئيل د ميرمنو په ضد تشدد دبشري حقونو يوه لويه خلاف ورزي ده كومه چې د معاشرتي پرمختګ په لاره كښې لوې هنډ دے۔ده په دې خبره زور راوړو چې د ميرمنو تحفظ او خپلواكه كول د پاکستان جمهوري اقدار او آئيني ضمانتونو بنيادي برخه ده۔ ده ووئېل د ميرمنو قامي چوكاټ كښې شموليت په اړه د خپلو خدمات ذکر کولو سره د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ما عمر له د ميرمنو قيادت قوي كولو، حکومتي چارو كښې د هغوي شموليت زياتولو او سماجي و معاشي پرمختګ لپاره د موقعو وركولو اقدامات مرسته كړې۔ده يادګېرنه وكړه چې زما د وزارت عظميٰ په دور كښې د ميرمنو نمائندګي زياتولو او ادارہ جاتي معاونت وركولو لپاره مهم اقدامات شوي او د سېنېټ چيئرمېن په حيث زه د ميرمنو د حقونو تحفظ په اړه قانون سازۍ او د پارليماني نګرانۍ عمل لا موثره كولو له لوظي يم۔د سېنېټ چيئرمېن په دې حقيقت هم زور راوړو چې اسلام ميرمنو له د اعليٰ مقام او بشپړ تحفظ وركوي او د هر ډول ظلم او جبر سختۍ سره ممانعت کوي۔

مزید خبریں