اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك په مشرۍ كښې د ژمي موسم كښې د ګيس لوډ مينجمنټ په اړه د اعليٰ پائې غونډه وشوه۔په غونډه كښې د ګيس مناسب وركولو له د پټروليم ډويژن پيشرفت، سوئي نادرن ګيس پائپ لائنز لميټډ او د سوئي سدرن ګيس کمپني لوډ مينجمنټ پلان جاج واخستلے شو۔د پټروليم ډويژن وياند له مخې د پټروليم وزير علي …
اولس له ژمي كښې مناسب ګيس وركولو لپاره هر ممكن اقدامات کوو۔علي پرويز ملك

مزید خبریں
اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك په مشرۍ كښې د ژمي موسم كښې د ګيس لوډ مينجمنټ په اړه د اعليٰ پائې غونډه وشوه۔په غونډه كښې د ګيس مناسب وركولو له د پټروليم ډويژن پيشرفت، سوئي نادرن ګيس پائپ لائنز لميټډ او د سوئي سدرن ګيس کمپني لوډ مينجمنټ پلان جاج واخستلے شو۔د پټروليم ډويژن وياند له مخې د پټروليم وزير علي پرويز ملك ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف په خصوصي سپارښتنه اولس له د يخښنۍ موسم كښې د مناسب ګيس وركولو له دې هر ممکن اقدامات وكړے شي۔په غونډه كښې د اېس اين جي پي ايل او اېس اېس جي سي مينجنګ ډائريکټرز په ټول هېواد كښې د موجودہ ګيس شته والي او په صورت حال بريفنګ وركړو۔د پټروليم وزير علي پرويز ملك ووئيل د اولس آسانيو لپاره دواړه سوئي کمپنيو ته ضروري هدايات جاري کړے شوي، د آر ايل اين جي کنکشنز اجراء هم جاج واخستلے شو۔ده ووئيل سږ كال د كورونو صارفينو لپاره د ګاز وركولو صورت حال د تير كال په مقابل كښې ښه دے۔اېس اين جي پي ايل مينجنګ ډائريکټر له مخې د خوراك په وخت كښې د معمول ګيس سپلائي نه علاوه سهار 5 بجې نه تر شپې 10 بجو پرله پسې ګيس وركړے كيږي چې ورسره د كورنو ضرورت باوري كيږي۔ وفاقي وزير زور راوړلو سره ووئيل د ګيس وركولو كښې ښه والي اولسي سهولت ته په پام لرنه ممکن شوے۔په غونډه كښې د پټروليم ډويژن، سوئي نادرن ګيس، سوئي سدرن ګيس او اوګرا سينئر چارواكو ګډون وكړو۔











