صدر آصف علي زرداري سره روسيه لپاره نومولي شوي سفير فيصل نياز ترمذي وليدل

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د پاکستان روسيه لپاره نومولي شوي سفير فيصل نياز ترمذي په ايوان صدر كښې ليدلي دي ٬ صدر مملکت سفير له په تقررۍ مباركي وركړه او روسيه سره د پاکستان شراکت داري يې مهمه وګرځوله۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت د سياسي، اقتصادي، تکنيکي او …

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د پاکستان روسيه لپاره نومولي شوي سفير فيصل نياز ترمذي په ايوان صدر كښې ليدلي دي ٬ صدر مملکت سفير له په تقررۍ مباركي وركړه او روسيه سره د پاکستان شراکت داري يې مهمه وګرځوله۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت د سياسي، اقتصادي، تکنيکي او دفاعي مرستې ودې په اړه د سفير په کردار زور راوړو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دوه اړخيزه تجارت كښې د اوسني كمي په اړه د مسلو حل كولو٬ د توان، سرمايه کارۍ، تګ راتګ او د زراعت په څانګو كښې روابط ته وده وركولو لپاره د هڅو يې امر وكړو۔ صدر مملکت آصف علي زرداري د ترهګرۍ په ضد جنګ او د رابطو په څېر په سيمه ايزو مسئلو د روسيه قيادت سره د نزدې مشاورت په اهميت هم زور راوړو۔ ده د اعليٰ تعليم، تحقيق، خلائي، ډيجيټل ټيکنالوجيز، دفاع، دفاعي پيداوار او د روسيه ادارو سره د پاکستاني زده كوٶنكو او وظيفائي كسانو لپاره د سکالرشپس او تربيې موقعې ترلاسه كولو لپاره مرستې ته هم د ودې وركولو تلقين وكړو۔ صدر مملکت د كلتوري تبادلو، سېلګرۍ او په روسيه كښې د پاكستان مېشته ورورولۍ مسئلو حل او خېرښګرې لپاره په اقدامات هم زور راوړو٬ د دې نه علاوه صدر ملكت د روسيه ميډيا او تھنک ټينکس سره اړيكو جوړولو لپاره د پاکستان نقطه نظر په موثره ډول د وړاندې كولو هم امر وكړو۔ صدر مملکت د نومولي سفير کاميابۍ لپاره دعا وكړه او سفير ته ئې د تعيناتۍ په موده كښې د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړٶ۔

مزید خبریں