اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي په سياست كښې لويه تېروتنه د بائيکاټ كول وي، د ټګۍ تور هله لګوئ چې كله تاسو په مېدان كښې ولاړ يې ٬ اپوزيشن په انتخابي عمل كښې شريك شوے نه دے نو د ټګۍ تور د څه خبرې ؟ پيپلز پارټي زمونږ اتحادي ګوند دے چا چې په هره موقع بشپړه ملګرتيا …
په سياست كښې لويه تېروتنه بائيکاټ كول وي، د ټګۍ تور هله لګوئ چې كله تاسو په مېدان كښې ولاړ يې ٬ اپوزيشن په انتخابي عمل كښې شريك شوے نه دے نو د ټګۍ تور د څه خبرې ؟ عطاء تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي په سياست كښې لويه تېروتنه د بائيکاټ كول وي، د ټګۍ تور هله لګوئ چې كله تاسو په مېدان كښې ولاړ يې ٬ اپوزيشن په انتخابي عمل كښې شريك شوے نه دے نو د ټګۍ تور د څه خبرې ؟ پيپلز پارټي زمونږ اتحادي ګوند دے چا چې په هره موقع بشپړه ملګرتيا كړې۔ د ګل په ورځ د “مزاج نيوز” پرانستې دستوره كښې د ګډون نه وروستو ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د مثبت رويو د لارې د مسئلو حل ممكن دے۔ ده ووئيل ډيجيټل پليټ فارمز د وخت ضرورت دے، د دوي په تندۍ سره ترقي كول د ارتقائي عمل برخه ده، حکومت د ډيجيټل ميډيا ودې لپاره جامع اقدامات كوي۔ ده وړاندېز وركړو چې ټول ډيجيټل پليټ فارمز دې په ګډه يو ايسوسي ايشن جوړ كړي دغسې چې ايډيټوريل پاليسي او د کوډ آف ايتھکس باضابطه نظام جوړ كړے شي۔ وفاقي وزير د “مزاج نيوز” لخوا د سينئر خبريالانو پشمول ايډيټوريل بورډ جوړول خوشبينه ګرځولو سره ووئيل دې سره به د وظيفائي ذمه وارو احساس زيات شي۔ ده ووئيل حکومت ډيجيټل ميډيا ته آفيشل حيثيت وركولو لپاره اقدامات كوي دغسې چې د دوي مرسته وكړې شي او د دواړو اړخو څخه رسمي ايډيټوريل پاليسي او په کوډ آف ايتھکس عمل درآمد باوري كرے شي۔ ده ووئيل آئي ټي ايکسپورټس زياتېږي، د پاکستان د آئي ټي پروفيشنلز په نړيواله كچه ستائنه كېږي او په اوسني تاٶ تريخوالي كښې روايتي ميډيا سره سره ډيجيټل ميډيا هم د فرنټ لائن کردار لوبولے ۔ وفاقي وزير ووئيل د رياست مضبوطيا او د هېواد وقار لپاره ضروري ده چې د ډيجيټل ميډيا يو داسې مؤثر ټول جوړ شي كوم چې د دښمن د پروپيګنډې په وخت او قوي ځواب وركړي٬ زمونږ دا خوب دے چې د پاکستان ډيجيټل ميډيا دومره قوي شي چې نړۍ اووائي چې د پاكستان ډيجيټل ميډيا سره كار مه لرې٬ دوي په رياستي معامله يو موټے كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل پيپلز پارټي زمونږ اتحادي ګوند دے٬ دوي په هره كچه مرسته كوي او دوي ته په درنه سترګه ګورو٬ په مظفر ګړھ كښې د پيپلز پارټي كانديد په ضمني انتخاب كښې په كاميابۍ ده پيپلز پارټۍ له مباركي وركړه ۔ د وزارت اطلاعات د ډيجيټل اقدامات په اړه خبره كښې ده ووئيل ما د منصب سنبھالولو نه وروستو د پاکستان وړومبے سرکاري ډيجيټل کميونيکيشن ډيپارټمنټ جوړ كړے كوم چې وړاندې موجود نه ٶ اوس پاکستان ټي وي لانچ كړے شوے او آذربائيجان خپل كسان ټريننګ او زمونږ د سسټم مشاهدې لپاره پاکستان ته د رالېږلو خبره كړې ده دغسې چې ھغوي هلته هم داسې نظام په سرکاري توګه وضعه كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د ډي ايټ د اطلاعات وزيرانو د پاکستان لخوا د وړاندې كړے شوي فيکټ چيکنګ نظام او په منطقه كښې د ناسمه معلوماتو مشتركه مخنيوي لپاره د پليټ فارم جوړولو د تجويز توثيق کړے دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل په سياست كښې عمر له دروازې بېرته وي٬ اياز صادق په فلور آف دي هاٶس د خبرو په ضرورت زور راوړے ۔ ده ووئيل دا خبره د افسوس وړ ده چې قامي سلامتيا اور رياستي ادارې په نښه كوٶنكي پوسټونه مسلسل په مشاهده كښې راځي٬ دا كار څوك كوي؟ ده پوښتنه وكړه چې د دښمن هېواد په خاص توګه د هند لخوا د پاك پوځ او عسکري قيادت په ضد پروپيګنډا كېږي خو كه دا كمپائن په هېواد كښې د سوشل ميډيا اکاؤنټس د لارې چلېږي نو د دې په شا د چا اېجنډا كېدې شي؟ ده واضحه كړه چې په داسې چارو سمجهوته نشي كېدې ۔ده ووئيل د فواد چوهدري د خبرو اترو كولو مثبت ده، مونږ د دې هركلے هم كوٶ خو په ماضي كښې جوړېدونكې كمېټي چا پرېښې اوتلي وو ؟ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د بيانيې په جنګ كښې پاکستان په سفارتي او عسکري محاذ ځانګړې بريا د ټيم ورك له مخې ترلاسه كړې كومه چې د سويلين حکومت او د رياستي ادارو د مضبوطې شراکت دارۍ نتيجه ده۔ وفاقي وزير ووئيل جماعت اسلامي خپل وژن لري٬ د ھغوي احتجاج تل سوله ايز وي٬ تنقيد ئې كړے خو د تهذيب په دائره كښې پاتې كېدو سره۔ ده ووئيل جماعت اسلامي په لويه جلسه كولو مثال قائم كړے ، هلته يو پاڼه نه ده غورځېدلې او سركاري املاك ته زيان هم نه دې رسېدلے۔ وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل د سياسي کارکنانو لخوا د خبريالانو او اولسي نمائندګانو ګيرول، کيمره اغستل ازو په هغوي پسې ورپسې كېدل سم روايت نه دے، ځواب وركوٶنكې څو چنده زيات سخت ځواب وركولې شي٬ دا رويه به ختمول وي۔ ده د يوې اوونۍ وړاندې پېښې حواله وركولو سره ووئيل د يوې خبريالې د ټرولنګ په معامله په نيمه دقيقه كښې نوټس اخستلے شوے٬ اړوند اکاٶنټ په 24 ساعته كښې دننه غېر مشروط معافي غوښتې٬ داسې مثالونه سياسي قيادت له پخپله قائمول وي۔ د فيك نيوز مخنيوي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا مهال خلق په دوه برخو تقسيم دي، يو ډيجيټل نيټيوز دي كوم چې په ډيجيټل دور كښې پېدا شوي، يو ډيجيټل اميګرنټس دي كوم چې پېدا شوې وړاندې وٶ او ډيجيټل دنيا ته په هجرت راغلي، د پرنټ ميډيا څخه تر اليکټرانک ميډيا د ارتقاء عمل د يو نظام له مخې دے، په هېواد كښې پيمرا جوړه ده٬ دې ادارې چېنلز پرانستي د كومو چې ورځپاڼې د وړاندې نه موجود وې ، دې سره ښه نظام جور شوے۔ دوېمه ارتقاء د اليکټرانك څخه ډيجيټل ميډيا ته ده كومه چې د يو نظام له مخې نه بلكې يو دم شوې۔ ده تجويز وړاندې كړو چې ټول ډيجيټل پليټ فارمز دې په ګډه يو ايسوسي ايشن جوړ كړي دغسې چې ايډيټوريل پاليسي او د کوډ آف ايتھکس رسمي نظام جوړ كړے شي دغسې چې د فيک نيوز په مخه نيولو كښې معاونت ترلاسه شي۔ ده ووئيل په لكهونو ډالره په پاکستان كښې د سوشل ميډيا پليټ فارمز د لارې ګټلې كېږي خو قامي خزانې ته يو روپۍ نه ترلاسه كېږي٬ دې لپاره رجسټريشن او ضابطه سازي ضروري ده۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان كښې يو داسې ټي وي چينل نشته چې اشتهارات ئيې بند شوي، ھغوي زمونږ بيانيه چلوي يا نه چلوي په دې هېڅ فرق نه پرېوځي، دا ټي وي چينلز د يو نظام له مخې رجسټرډ دي او رولز سرته رسوي، دوي لائسنس لري نو دوي اهل دي۔ د جرنلسټس پروټيکشن قانون په اړه ده ووئيل خېبر يونين آف جرنلسټس، بلوچستان يونين آف جرنلسټس، پنجاب يونين آف جرنلسټس، سندھ يونين آف جرنلسټس او پي ايف يو جے ګروپس دې خپلې نامزدګۍ راكړي٬ حکومت به دوي شاملوي٬ د اپوزيشن لخوا په ضمني ټاكنو كښې د ټګۍ د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په سياست كښې لويه تېروتنه د بائيکاټ وي، د ټګۍ تور هله لګوئ چې كله تاسو په مېدان كښې ولاړ يې٬ اپوزيشن په انتخابي عمل كښې شريك شوے نه دے نو د ټګۍ تور د څه خبرې ؟(











