وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د ايف اے او پلاوي ملاقات ٬د مرستې په نوو موقعو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔24نومبر(اے پي پي)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د خوراك او كركيلې د ملګرو ملتونو تنظيم(ايف اے او)پلاوي ملاقات كړے چې مشري يې د لينډ اينډ واټر ډويژن ډائرېكټر لافينګ لي كوله ۔په ملاقات كښې پاكستان كښې د زمكو پائېدار انتظام٬ د اوبو وسائلو موثر استعمال او د موسمياتي لچكدار پرمختګ لپاره د شريكې مرستې په لا قوي كولو خبرې وشوې ۔د ګل …

اسلام آباد۔24نومبر(اے پي پي)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د خوراك او كركيلې د ملګرو ملتونو تنظيم(ايف اے او)پلاوي ملاقات كړے چې مشري يې د لينډ اينډ واټر ډويژن ډائرېكټر لافينګ لي كوله ۔په ملاقات كښې پاكستان كښې د زمكو پائېدار انتظام٬ د اوبو وسائلو موثر استعمال او د موسمياتي لچكدار پرمختګ لپاره د شريكې مرستې په لا قوي كولو خبرې وشوې ۔د ګل په ورځ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې لافينګ لي د پاكستان موسمياتي كمزورو په لړ كښې د فوډ سسټمز او قدرتي وسائل ښه انتظام په اهميت زور راوړو۔ده پاكستان كښې د ايف اے او روانو پروژو په اړه بريفنګ وركړو چې پكښې د زمكې شلولو د مخ نيوي٬ د اباسين سندھ وسائلو ښه كارونه او د اوبو په نظم و نسق كښې ښه اقدامات شامل دي۔په دې موقع كنټري پروګرامنګ فريم ورك 2023-2027 سره سره ايكوا پورټل هم وړاندې كړے شو كوم چې د بيلو سركاري ادارو سره د معلومات تبادلې يو موثر پليټ فارم دے۔ډاكټر مصدق ملك د ايف اے او معاونت ستائېلو سره په دې خبره زور راوړو چې داسې څانګو ته پام لرنه پكار ده چرته چې د اولسي ګټې شرح لږ ده٬په خاص توګه د كار په استعداد كښې زياتوالے او اداره جاتي مضبوطيا۔ ۔په آخر كښې ډاكټر مصدق ملك په دې خبره زور راوړو چې موسمياتي منصوبه بنډۍ كښې د وزارت فعاله كردار او وفاق٬صوبو او نړيوالو تنظيمونو ترمينځه د موثره تګلارې سمون د اوږدې مودې نتيجو لپاره ضرورې دے۔

مزید خبریں