پينډۍ 24 نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير نشان امتياز (ملټري) و هلال جرأت سره د سعودي د وسله والو پوځ چيف آف جنرل سټاف جنرل فياض بن حميد الروائيلي ملاقات کړے دے چا چې د ګل په ورځ د جي ايچ کيو دوره وکړه۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي اېس پي آر) له مخې د ملاقات په مهال دواړو لارښودو …
د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د سعودي د وسله وال پوځ چيف آف جنرل سټاف جنرل فياض بن حميد الروائيلي ملاقات

مزید خبریں
پينډۍ 24 نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير نشان امتياز (ملټري) و هلال جرأت سره د سعودي د وسله والو پوځ چيف آف جنرل سټاف جنرل فياض بن حميد الروائيلي ملاقات کړے دے چا چې د ګل په ورځ د جي ايچ کيو دوره وکړه۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي اېس پي آر) له مخې د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه د پخوانۍ او سټريټجک عسکري مرستې په لا قوي كولو زور راوړلے شو۔ ملاقات كښې په دفاعي مرسته، سکيورټي شراکت دارۍ او د ترهه ګرۍ مخنيوي شريكي هڅې د دوه اړخيزه اړيكو مهمه ستن وګرځولې شوه ۔ د سعودي راغلي ميلمه د سعودي وسله والو ځواكونو سره بېلو څانګو كښې د پاکستان مرسته وستائېله او د دواړو هېوادونو ترمينځه قوي رابطو ته لا ودې وركولو له يې د د عزم څرګندونه وكړه۔دې څخه وړاندې جي ايچ کيو ته په راتګ جنرل فياض بن حميد الروائيلي د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو او د پاك پوځ يوې چټك ډلې هغه ته ګارډچ آف آنر وړاندې كړو۔











