ريلوے كښې تاريخي پيش رفت، د ټرينونو په وخت روانيدنه 82 فيصد ته ورسيده ۔حنيف عباسي

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په مشرۍ كښې د ريلوے وزارت كښې مهمه غونډه شوې چې پكښې د ادارې په مجموعي کارکردګي، روان اصلاحات او د سباؤن تګلاري تفصيلي جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د ريلويز اعليٰ چارواكو د بېلو څانګو په اړه بريفنګ وركړو۔د ريلوے وفاقي وزير غونډي ته وينا كښې ووئيل د تيرو 8 مياشتو په مهال د پاکستان …

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په مشرۍ كښې د ريلوے وزارت كښې مهمه غونډه شوې چې پكښې د ادارې په مجموعي کارکردګي، روان اصلاحات او د سباؤن تګلاري تفصيلي جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د ريلويز اعليٰ چارواكو د بېلو څانګو په اړه بريفنګ وركړو۔د ريلوے وفاقي وزير غونډي ته وينا كښې ووئيل د تيرو 8 مياشتو په مهال د پاکستان ريلوے كښې د تاريخي نوعيت کار شوے او كوم هم اقدامات چې كيږي هغه په مستقل بنيادونو دي۔ده ووئيل د ريلوے 78 كلن تاريخ كښې د دې نوعيت پيش رفت وړاندې نه ؤ كتلے شوے۔محمد حنيف عباسي په دې خبره زور راوړو چې اوس د نوري ذمه وارۍ او تند رفتارۍ سره كار كولو ته اړتيا ده او ريلوے كښې د بې غوري او د سستۍ هيڅ ګنجائش نشته۔ده رَننګ رومز او د ګارډ رومز په اړه بريفنګ اخستو كښې د ريلوے ملازمانو سهوليات ښه كولو سپارښتنه وكړه۔ده ووئيل د ريلوے خواري كښو له سهولت وركولو نه غير اداره په ښه ډول نه شي چليدې۔په غونډه كښې د ځنډ ښكار منصوبې په وخت بشپړولو او اپ ګريډډ سټيشنز او د ټرينونو د سختې نګرانۍ کولو احکامات جاري کړے شول۔د ريلوے چارواكو ووئيل دا مهال د ټرينونو پنکچوئلټي ښه كچي ته رسيدلې او مجموعي شرح 82 فيصد ريکارډ کړې شوي۔وفاقي وزير په ټريك د انجينئرنګ ريسټرکشن (اي آر) لا ښه كولو او د يخښنۍ موسم كښې د لړې (دھند) مخنيوي لپاره په وخت د اقدامات هم سپارښتنه وكړه۔

مزید خبریں