ملتان 24 نومبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي هېواد كښې تل پاتي استحکام،آئيني عملداري او جمهوري تسلسل د قامي پرمختګ بنياد دے۔ دا خبره دوي بېګاه د پنجاب بار کونسل ملتان څخه نوو ټاكلے شوو غړو او د هائيکورټ او ډسټرکټ بار ايسوسي ايشن سره ملاقات كښې كړې ۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم …
هېواد كښې تل پاتي استحکام،آئيني عملداري او جمهوري تسلسل د قامي پرمختګ بنياد دے۔ يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
ملتان 24 نومبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي هېواد كښې تل پاتي استحکام،آئيني عملداري او جمهوري تسلسل د قامي پرمختګ بنياد دے۔ دا خبره دوي بېګاه د پنجاب بار کونسل ملتان څخه نوو ټاكلے شوو غړو او د هائيکورټ او ډسټرکټ بار ايسوسي ايشن سره ملاقات كښې كړې ۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع سيد يوسف رضا ګېلاني د پنجاب بار کونسل ته د راتګ بلنې قبلولو سره ووئيل بار د قانون حكمرانۍ لپاره د بنيادي ستن حيثيت لري۔ په دې موقع د پنجاب بار کونس نوې غړي خواجه قيصر بټ، چوهدري محمد سعيد، مالک خان لنګا پشمول د هائي کورټ بار ايسوسي ايشن ملتان صدر محمد اظهر خان مغل، جنرل سيکرټري صفدر حسين سرسانه، صدر ډسټرکټ بار ايسوسي ايشن ملتان جاويد علي ډوګر، جنرل سيکرټري ملک عدنان احمد او چوهدري داؤد احمد او د هائيکورټ او ډسټرکټ بار ايسوسي ايشن نور غړي هم موجود وو۔











