اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي د قرآن او سنت په تعليمات عمل كولو سره مونږ له د اسلام حقيقي پېغام او څېره نړۍ ته وړاندې كول دي دغسې چې د ژبې په ځاے د عمل د لارې مونږ د بلنې وركولو جوګه شو۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ د حسن قرآت د نړيوالې مقابلې په پرانستې …
وفاقي وزير سردار محمد يوسف د حسن قرآت د نړيوالې مقابلې پرانستې غونډه كښې ګډون

مزید خبریں
اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي د قرآن او سنت په تعليمات عمل كولو سره مونږ له د اسلام حقيقي پېغام او څېره نړۍ ته وړاندې كول دي دغسې چې د ژبې په ځاے د عمل د لارې مونږ د بلنې وركولو جوګه شو۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ د حسن قرآت د نړيوالې مقابلې په پرانستې غونډه كښې ګډون كولو۔ ده ووئيل د دې بابركت دستورې د پرانستې غونډه كښې ګډون زما لپاره درناوے دے۔ ده ووئيل پاكستان ته دا اعزاز ترلاسه دے چې مونږ دلته د حسن قرات وړومبۍ نړيواله مقابله كوٶ۔ په دې موقع د ده ټولو ګډون كوٶنكو هركلي كولو سره او انتظاميه ته په ښه انتظام كولو مباركي وركړه۔











